Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولین وایي، په روان ۱۴۰۳ لمریز کال کې به په بېلابېلو برخو کې د ۸۶ میلیون افغانیو په لګښت ۱۴ پروژې پلې کړي.
د غزني ښاروالي وايي چې سږ کال یې تر اوسه د ۴۴ میلیون افغانیو په ارزښت د تېرو کلونو یو شمېر نیمګړو پاتې پروژو چارې بشپړې کړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د کابل ښاروالي وايي، تېر کال یې له خپلو عوایدو له ۴ میلیارد ډېرې افغانۍ د لسګونو پراختیایي پروژو پر پلې کولو لګولې او روان کال په پام کې لري چې له خپلو داخلي عوایدو په کابل ښار کې د ۵ میلیارد او ۲۴۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۵۰ پروژې پلې کړي.
. . .
کابل ښاروالي وایي، یو شمېر کسانو په ناقانونه توګه د سړک پر غاړو د موټرمینځلو ګرځنده ماشینونه فعال کړي او د سړکونو ژر ویجاړېدو سبب ګرځېدلي چې دوی یې له ښاره د ټولولو هوډ کړی دی.
د کابل ښاروال ویلي، د ځینو شبکو له لوري د ښار ډېری تاسیسات ویجاړ شوي خو له دې وروسته کابل ښاروالي هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې په ښاري سیمو کې غیرمعیاري کیندنې وکړي.
د کابل ښاروالي وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې د هغو ناپېژاندو جسدونو په ګډون چې د پل سوخته لاندې برخو پاکولو پر مهال د کثافاتو له ډېریو څخه پیدا شوي وو، ۱۴۴ مړي خاورو ته سپارلي دي.
د جلالاباد ښاروالۍ مسوولين وايي، که څه هم د عوایدو کچه یې د نظام د تغيیر او کاروبار خرابېدو له امله د وړم کال په پرتله کمه شوې؛ خو بيا هم توانېدلي چې ۲۷۲ ميليون افغانۍ عوايد راټول کړي.
د کابل ښار ځيني اوسېدونکي د ښاروالۍ له هغې پرېکړې هرکلی کوي چې پر اساس یې له هغو کسانو چې خپل موټر د سړک غاړې ته پارک کوي، پیسې اخلي؛ دوی دغه تصمیم د خپلو موټرو د امنیت لپاره یو معقول ګام ګڼي.
کابل ښاروالي وايي، د ښار د لا ښکلا او بڼې بدلون په موخه یې ځیني نوښتونه پیل کړي او پلان لري چې د ګلانو او ګلدانیو په ايښودلو سره په ځینو څلور لارو کې زینتي نمونې جوړې کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن