ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښاروالي: سږ کال په کابل ښار کې به د ۵،۲ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۵۰ پروژې پلې شي

ښاروالي: سږ کال په کابل ښار کې به د ۵،۲ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۵۰ پروژې پلې شي

author avatar
8 May 2023 - 16:46
ښاروالي: سږ کال په کابل ښار کې به د ۵،۲ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۵۰ پروژې پلې شي
author avatar
8 May 2023 - 16:46

کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۲): د کابل ښاروالي وايي، تېر کال یې له خپلو عوایدو له ۴ میلیارد ډېرې افغانۍ د لسګونو پراختیایي پروژو پر پلې کولو لګولې او روان کال په پام کې لري چې له خپلو داخلي عوایدو په کابل ښار کې د ۵ میلیارد او ۲۴۰ میلیون افغانیو په لګښت ۱۵۰ پروژې پلې کړي.

د څه باندې ۳۰ کیلومټره سړک قیر کول، د ۴۰ تفریحي پارکونو ترمیم، د ۲۵ څلورلارو بیارغونه، نوې جوړونه او تزیین، د کابل ښار له بېلابېلو سیمو د زرګونه ټنو کثافاتو راټولول او انتقال په ۱۴۰۱ کال کې د یادې ادارې له عمده کارونو څخه شمېرل کېږي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د تېر کال د ټولو پروژو پلې کولو لګښت له ۴ میلیارد افغانیو ډېرېږي چې له داخلي عوایدو ورکړل شوي دي.

کابل ښار کې د لسګونه کیلومټره سړک قیر کول

د کابل ښاروالۍ استازي نعمت‌الله بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په ۱۴۰۱ کال کې له ۳۰ کیلومټره ډېر سړک ترمیم او قیر شوی دی.

د هغه په وینا، د قلعه زمان‌خان، نساجي بګرامي، شیرپور – وزیر اکبرخان او د خوشحال خان مینې جیم سړکونو جوړول او قیر کول هغه مهم سړکونه دي چې په ۱۴۰۱ کال کې یې چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

نوموړی وايي، خو د شیرپور – بي‌بي مهرو تپې، د کمپنۍ او د سرکوتل خیرخانې سړکونو د قیر کولو چارې چې تېر کال پيل شوې وې، تر اوسه دوام لري.

هغه وايي، د سړکونو جوړولو ترڅنګ، د ځینو سړکونو لښتي هم بیارغول شوي او یا د ترمیم په حال کې دي.

د تفریحي پارکونو بیارغونه

بارکزی وايي، د کابل ښاروالۍ په تېر یوه کال کې په دغه ښار کې د ۱۴۰ تفریحي پارکونو له ډلې ۴۰ یې ترمیم کړي او د ځینو نورو کارونه دوام لري.

هغه د بېلګې په توګه وویل، د وزیر اکبرخان پارک په اساسي توګه ترمیم او تزیین شوی او اوس د ښاریانو د تفریح لپاره پر یوه مناسب ځای بدل شوی دی.

د نوموړي په وینا، په محمد نادرخان تپه کې هم یو تفریحي پارک ډیزاین او تنظیم شوی او اوس یې پر سړک کار روان دی.

بارکزي زیاته کړه: «د نادرخان تپه په کابل ښار کې یو ښایسته او لوی ځای دی… دغه تپه ډېر ښه تفریحي امکانات لري، تر ټولو مهمه دا چې مخکې هلته غصب روان و چې موږ یې مخنیوی وکړ.»

نوموړي وویل، اوس د کابل د شهرنو پارک د ترمیم او تزیین چارې روانې دي او همداراز ښاروالي د کابل ژوبڼ پر پراختیا هم کار کوي.

ښاریان د تفریحي پارکونو له بیارغونې او ښکلي کولو هرکلی کوي

د کابل ښار په شهرنو پارک کې یوه ګرځنده عکاس محمدضیا نظر وویل، په دغه پارک کې ډېر بدلونونه راغلي، پخوا په پارک کې د ناستې لپاره مناسب ځای نه و، په هره څنډه کې به یې روږدي راټول وو.

هغه په یاد پارک کې تزییني او رغنیزو چارو دوام ته په اشارې سره وایي: «په داسې حال کې چې تر اوسه د پارک د ډیزاین او رغولو کار بشپړ شوی نه دی، دغه پارک پر یوه مناسب تفریحي ځای بدل شوی، زه فکر کوم چې د تزییني چارو په بشپړېدو سره به پر یوه فوق‌العاده ښکلي پارک بدل شي.»

د کابل ښار د څلورلارو بیارغول او جوړول

د بارکزي د معلوماتو له مخې، تېر کال په ښار کې ۲۵ څلورلارې جوړې او یا ترمیم او تزیین شوې دي.

هغه زیاته کړه، ډېرې څلورلارې په تېر نظام کې جوړې شوې وې چې ځینې یې بیارغول شوې او ځینې یې چې سمې نه وې جوړې شوې ښاروالي د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمولو لپاره اړ شوه چې له سره یې تغییر کړي.

خو د کابل ښار یو اوسېدونکی محمداقا وایي: «اړتیا نشته چې د څلورلارو پر جوړولو ډېرې پیسې مصرف شي، د کابل ښاروالي ځینې څلورلارې چې په وروستیو ۲۰ کلونو کې جوړې شوې وې، ویجاړې کړې او بېرته یې په یوه بله بڼه جوړوي چې زما په اند مناسب کار نه دی.»

له کابل ښاره هره ورځ له دوه زره ټنه ډېر کثافات لېږدول کېږي

بارکزی وایي، دغه ارګان هره ورځ په منځنۍ کچه شاوخوا ۲۵۰۰ ټُنه کثافت د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ټولوي او د ښار یوې لرې سیمې ته یې لېږدوي او هلته یې خښوي.

هغه د وسایلو او پرسونل کمښت د ښاروالۍ عمده ستونزې ګڼي او زیاتوي: «زموږ د کثافاتو ټولولو سیستم اوس هم په سنتي ډول دی، ننګونې لرو.»

خو نوموړي وویل چې د کابل ښاروالي هڅه کوي څو په راتلونکي کې خپل پرسونل او وسایل ډېر کړي.

هغه له هېوادوالو وغوښتل چې د پاکوالي په برخه کې دې له یاد ارګان سره همکار اووسي او کثافات په ټاکلو ځایونو کې واچوي.

د کابل ښاروالۍ له تنظیف برخې څخه د هېوادوالو هرکلی

د کابل ښار اوسېدونکي محمدنادر وویل: «په تېرو دوو کلونو کې د کابل ښاروالي د کثافاتو ټولولو برخه کې بریالۍ وه، تاسو باور وکړئ چې پخوا وختونه به زموږ سیمه کې کثافات غونډېدل او له بوی څخه به یې موږ ډېر په تکلیف وو.»

هغه زیاتوي: «زموږ کور ته نږدې لویه کثافت‌داني شته، سهار وختي د تنظیف کارکوونکي راځي او کثافات لېږدوي، موږ د ښاروالۍ له کارونو څخه راضي یو.»

د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۲ کال پروګرامونه

بارکزي وویل، یاد ارګان په روان کال کې د پنځه میلیارد او ۲۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۱۵۰ پروژې پلان کړې دي چې د یادې ادارې له داخلي بودجې به ورکړل شي.

هغه وایي، د یادو ۱۵۰ پروژو له ډلې ۸۵ یې د سړک جوړولو، د ترافیکو ښه مدیریت، تنظیف، کانالیزاسیون او د کابل سطحي اوبو اړوند دي او پاتې نورې به په نورو برخو کې پلې شي.

Visits: 121

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.