د لښکرګاه ښاروالۍ سږ کال تر اوسه ۷۳ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي
د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولین وایي، روان کال یې تر اوسه ۷۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې ۴۶ میلیونه یې بېرته د ښار ځينو برخو کې پر رغنیزو پروژو لګولي دي.
د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولین وایي، روان کال یې تر اوسه ۷۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې ۴۶ میلیونه یې بېرته د ښار ځينو برخو کې پر رغنیزو پروژو لګولي دي.
د لوګر مرکز پلعلم ښاروال وایي چې په تېر یو کال کې یې د شاوخوا ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت پنځه رغنیزې پروژې بشپړې کړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
بلخ کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې د ښاروالۍ اصولو خلاف لګول شوې د اعلاناتو لوحې راټولې کړې دي.
غزني ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت «سونا حمام» جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
کابل ښاروالي وایي چې ۵۰ زره و ۶۰ کیلوګرامه د چرګانو خوسا شوې غوښه یې د کابل ښار د ۹ ناحیې اړوند سیمه کې په یوه ګدام کې کشف کړې او له منځه وړې ده.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي وایي، ښاروالۍ هټۍوالو ته نرخپاڼه جوړه کړې او وېشلې ده خو له پلېکېدو یې څارنه نه کوي چې له امله یې هټۍوال تر اوسه توکي په خپله خوښه بیو پلوري.
د لغمان د مرکز مهترلام ښاروالۍ مسوولین وایي، د دې ښاروالۍ اړوند نږدې درېنیم زره جریب ځمکه لا هم د غاصبینو په واک کې ده.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښاروالۍ مسوولين وايي، په تېر لمریز کال کې د ۲۹۰ میليون افغانيو په لګښت ۱۴ رغنیزې پروژې پلې شوې دي.
د خوست ښاروال وایي چې تېر کال يې ١٨١ ميليون افغانۍ عوايد ترلاسه کړي چې د وړم کال په پرتله ٧٩ سلنه ډېروالی ښيي.
فراه (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲) د فراه ښاروالۍ مسوولین وايي، تېر لمریز کال د دې ادارې عواید د وړم کال په پرتله ۵۰ سلنه لوړ شوي دي. د فراه ښاروالۍ ریاست له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې…
د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال د دغې ادارې عواید ۸۵ سلنه لوړ شوي چې ورسره په کندهار ښار کې د بیارغونې کارونه هم ډېر شوي دي.
د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د هغو ودانیو ړنګولو چارې پيل شوې چې د ښاروالۍ د ماسټر پلان خلاف او په خپل سر جوړې شوې دي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښاروالۍ مسوولين وايي، په روان کال کې یي له خپلې انکشافي بودجې د ۲۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۴ لویو پروژو چارې پیل کړې چې ۸ یې بشپړې شوې دي.
د خوست ښاروال وايي چې د روان کال په تېرو درېيو ربعو کې یې ١٤١ ميليون افغانۍ عوايد ټول کړي دي.
د کندهار ښاروال وايي، سږ کال یې د بودجې ډېره برخه پرمختیايي چارو او د بیارغونې کارونو ته ځانګړې کړې چې د کندهار ښار د مهمو برخو د تخریب شوو سړکونو رغول هم په کې شامل دي.
د شبرغان ښاروالۍ ریاست وايي، په تېر یوه کال کې يې څه باندې ۲۸ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
د غزني ښاروالۍ چارواکي وايي، په غزني ښار کې یې د هغو ۱۳ نیمهکاره رغنیزو پروژو پاتې کارونه بېرته پيل کړي چې په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته درېدلي وو.
د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، د سږ مالي کال لپاره ښاروالۍ ته ۷۳۰ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې چې له دې جملې ۴۴۳ میلیونه ۲۵۹زره ۹۹۱ افغانۍ یې د پرمختیايي کارونو لپاره دي.
د خوست ښاروالۍ مسوولين وايي، د دغه رياست عوايد د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د تېر کال د لومړۍ ربعې په پرتله ۸۰ سلنه لوړ شوي دي.
د بغلان ښاروالۍ مسوولين وايي چې د کرونايي محدويتونو او په هېواد کې د سياسي بدلون له امله يې د عواید کچه د تېر کال په پرتله نهه سلنه کمه شوې ده.