ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس خلک پر ښاروالۍ د نرخ‌پاڼو نه څارنې له امله نیوکه کوي

د بادغیس خلک پر ښاروالۍ د نرخ‌پاڼو نه څارنې له امله نیوکه کوي

author avatar
31 May 2023 - 10:40
د بادغیس خلک پر ښاروالۍ د نرخ‌پاڼو نه څارنې له امله نیوکه کوي
author avatar
31 May 2023 - 10:40

قلعه‌نو (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي وایي، ښاروالۍ هټۍوالو ته نرخ‌پاڼه جوړه کړې او وېشلې ده خو له پلې‌کېدو یې څارنه نه کوي چې له امله یې هټۍوال تر اوسه توکي په خپله خوښه بیو پلوري.

په دې وروستیو کې وخت په وخت د قلعه‌نو ښاروالۍ له لوري نرخ‌پاڼې خپرېږي چې پکې د ځینو خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې ټاکل کېږي؛ که څه دغه نرخ‌پاڼې د بازار د کنټرول په موخه خپرېږي خو د بادغیس اوسېدونکي یې پر نه پلې کېدو نیوکه کوي.

د قلعه‌نو ښار اوسېدونکي میرویس پژواک خبري اژانس ته د یوې مرکې په ترڅ کې وویل، په داسې حال کې چې د ښاروالۍ له خوا نرخ‌پاڼې خپرېږي خو له پلې کېدو یې هیڅ څارنه نه کېږي.

هغه زیاته کړه، څو ځله یې لیدلي چې په نرخ‌پاڼه کې د ځینو توکو بیې ټيټې دي خو بیا هم هټۍوال په خپله خوښه بیه توکي پلوري.

میرویس زیاته کړه: «د قلعه‌نو ښاروالي نرخ‌پاڼه وېشي خو څارنه نه کوي، د پسه غوښې ته یې نرخ ټاکلی چې باید ۳۵۰ افغانۍ وپلورل شي، خو قصابیان یوه کیلوګرام په ۴۰۰ افغانۍ پلوري.»

په ورته وخت کې، د بادغیس یو ټولنیز فعال برهان‌الدین فایز وایي چې په بازار کې د ډېری خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې مخ په لوړېدو دي او خلک د ډېری توکو د پېرلو وس نه لري.

فایز له ښاروالۍ غواړي چې د نرخ‌پاڼې په خپرولو سره یو پلاوی هم وټاکي څو د پلې کېدو له څرنګوالي یې څارنه او کنټرول وکړي.

له دې ټولو سره سره، که څه هم مسوولین د قلعه‌نو ښاروالۍ په اداره کې د نرخ‌پاڼو له پلې کېدو څخه څارنه نه کول ردوي خو وایي، کېدای شي په ځينو برخو کې سرغړونې وشي.

د قلعه‌نو ښاروالۍ سرپرست محمدطاهر غفوري وایي، تل د نرخ‌پاڼې له خپرېدو وروسته څارنه هم ترې شوې ده او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي.

خو هغه زیاته کړه، د دغو نرخ‌پاڼو د ښه پلې کېدو لپاره له خلکو څخه د همکارۍ تمه لري چې د سرغړونې د لیدلو پر مهال د ښاروالۍ ادارې ته خبر ورکړي څو له سرغړوونکي سره قانوني چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې په ځانګړې توګه بادغیس ولایت کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې لوړې شوې او خلک یې له امله شکایت لري.

Visits: 76

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.