Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د فراه په مرکز کې د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې د یوه کس له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانې جوړه شوه.
د اروزګان مرکز ترینکوټ اړوند په بلوڅي سیمه کې د محمدیه په نوم د یوه لومړني ښوونځي زدهکوونکي د ځای او ودانۍ نه شتون له امله په هدیره کې زدهکړې کوي.
د لوګر مرکز پلعلم اړوند د هارونخېلو د هلکانو او نجونو لومړني ښوونځي ته د یوه کس له لوري د ۳۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه شوه.
د میدانوردګو په جغتو ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له لوري د ۵۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
فاریاب کې ځايي سرچینې وایي چې پرون ماښام د دغه ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ یوه ښوونځي کې اورلګېدنه رامنځته شوې او هلته شته اسناد او وسایل سوځېدلي دي.
د غزني د زنخان یو شمېر قومي مشران په دې ولسوالۍ کې زدهکړو ته د ماشومانو پر نه لاسرسي اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي او ښوونځي دې ورته جوړ کړي.
د غزني ولايت په مالستان ولسوالۍ د خلکو په شخصي لګښت یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د غزني ولايت د مرکز اړوند د کلای امیرمحمدخان سیمې اوسېدونکو په خپله سیمه کې په شخصي لګښت د يوه لومړني ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره كېښوده.
د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان د ۱۴۵ زره ډالرو په مالي ملاتړ بهسودو ولسوالۍ کې د نجونو د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.
د تخار د دشتقلعې ولسوالۍ د اورتهظلم سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، د «طوره خان» منځني ښوونځي زدهکوونکي پرته له سرپناه په ازاده فضا کې زدهکړې کوي چې له امله یې د سیمې اوسېدونکو پرېکړه کړې څو دغه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړي.
د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې د یوې موسسې له لوري یوه ښوونځي ته د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن