د فراه د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې خلکو په خپل شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ پېرلې ده.
د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ په نالجبرګر سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت د هلکانو د یوه منځني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکي وایی، د «اسپوک» کلي د ښوونځي ودانۍ جوړولو کار یې د یوه بهرني بنسټ په همکارۍ بشپړ کړی دی.
د فراه د پوهنې ریاست وايي، ټاکل شوې چې د وږي په ۱۵مه په دغه ولایت کې نوی ښوونیز کال پيل شي، خو د ښوونکو د کمښت له امله به ۴۰ ښوونځي تړلي وي.
د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري په جلالاباد ښار کې د ۵۳۰زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.
د لغمان د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت د دولتشاه ولسوالۍ له ۴۱ ښوونځیو ۳۲ یې ودانۍ نه لري.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ځېنو ولسوالیو کې له ۲۷۵ ښوونځیو څخه سل یې ودانۍ نه لري چې له امله یې زدهکوونکي په کرايي کورونو او خېمو کې پر لیک لوست بوخت دي.
اټلانټا (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۱) : د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ بنسټ او د بشري حقونو یو شمېر مدافعینو په یوه پرانستي
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د سنګتخت و بندر ولسوالۍ د «سیاه چوب پایین» کلي اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت د نجونو د یوه ښوونځي ودانۍ جوړوي.
د میدان وردګو ولایت د سيداباد ولسوالۍ اړوند د ګوربت سيمې خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې او شاوخوا ۶۰ سلنه کارونه يې بشپړ شوي دي.
د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ له ۱۳ کلونو راهيسې د بيبي عايشې په نوم د نجونو يوه ښوونځي کې فعاليت کوي.
غزني ( پژواک ۶ غبرګولی ۱۴۰۱ ) د غزني ولايت د جغتو ولسوالۍ د عامو خلکو لخوا د لس میلیونه افغانیو په شخصي لګښت د
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP