د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دې وروستيو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي؛ خو برېښنا شرکت بيا وايي چې ازبکستان له قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا نه ورکوي.
د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل ښار د دویمې ناحیې اړوند په دهنباغ څلورلاري کې د ښکلا په موخه د ځمکې کره جوړه او نن پرانیستل شوه.
په کابل ښار کې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د قزاقي اوړو او هندۍ بورې بیې رالوېدلې، خو د نورو خوراکي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د عدلیې وزارت مسوولین وایي، په کابل کې یې تر اوسه ۹۲۵۱ جریب دولتي غصب شوې ځمکه تثبت کړې چې له څېړنو وروسته به راوګرځول شي.
په کابل ښار کې نن د تېرو اووه ورځو په پرتله، د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو ترڅنګ، د نفتي توکو او قزاقي اوړو بیې رالوېدلې، خو د سرو زرو بیې لوړوالی ښيي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، تر اوسه له سمنګان څخه کابل ته د ډبرو سکرو نږدې ۳۰۰ موټرونه را رسېدلي او په کابل کې یې د وېش لړۍ پیل شوې ده.
نن د تېرو اووه ورځو په پرتله په کابل ښار کې، د قزاقي اوړو، ډیزل او پټرول تېلو بیې څه باندې دوه سلنه لوېدلې، خو د سرو زرو بیه لوړه شوې ده.
د کابل یو شمېر ښاریان وایي چې د خلکو او موټرو ګڼېګوڼې په کمېدو او د ځینو فابریکو فعالیتونو له درېدو سره سږ کال د دغه ښار هوا پاکه شوې ده.
د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ۴۰۰ لوډسپېکرونه نصب کړي چې پر یو وخت به اذان ترې خپرېږي.
کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): په کابل ښار کې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ډيزل او پټرول تېلو بیه ټيټه شوې، خو
د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، په کابل ښار کې ډبرو سکرو ته د خلکو لاسرسي لپاره ۳۶ پرچون پلورنځي ځانګړي کېږي چې ځایونه به یې وروسته په ډاګه شي.
د تېرو اوو ورځو په پرتله نن په کابل ښار کې د مالیزیايي غوړیو او عربي سرو زرو بیې ټیټې شوې دي، خو د نورو اړینو لومړنیو توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.