منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل ښار کې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د تېلو بیه تر یو سلنې ډېره رالوېدلې

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۵۳ کتنې

کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): په کابل ښار کې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ډيزل او پټرول تېلو بیه ټيټه شوې، خو د عربي سرو زرو او اوبلن ګاز بیې لوړې شوې دي.

د «احمدیار ګروپ» د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله، د یو لېتر پټرولو بیه له ۸۱ څخه ۸۰ افغانیو او د یو لېتر ډیزلو بیه له ۹۷ څخه ۹۵ افغانیو ته رالوېدلې ده.

د سرچینې په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د تېلو بیه ځکه ټيټه شوې چې په نړۍ‌وال بازار کې یې بیه رالوېدلې ده.

خو د اوبلن ګاز بیه لوړه شوې ده.

د کابل ښار کلوله­پشته سیمې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، نن د تېرې شنبې په پرتله، د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۶۰ څخه ۶۶ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، د اوبلن ګاز بیه د تقاضا ډېرېدو او هوا سړېدو له امله لوړه شوې ده.

د عربي سرو زرو بیه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د «مریم لېسې» بازار د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله، د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۳۹۰۰  څخه ۴۰۰۰  افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو نوموړی وايي، نن د تېرو اوو ورځو په څېر، یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سره زر په ۳۳۰۰ افغانۍ پلوري.

د سرچینې په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو د بیې بدلون په نړۍوال بازار کې د هغو له بیې سره تړاو لري.

د خوراکي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر زمري صافي وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر، د ۱۶  لېتره مالیزیايي غوړیو عمده پلور بیه ۱۸۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه ۲۴۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره ۳۰۰۰ افغانۍ، ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې ۳۰۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقايي تور چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۳۵۰ افغانۍ دي.

د یو شمېر توکو پرچون پلور بیه د هغو له عمده پلور بیې سره په ځينو مواردو کې لږ، خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په «دهن باغ» سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي­زاده وویل، نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د پرچون پلور بیه ۲۴۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره ۳۰۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي ۱۹۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقايي تور چای ۴۵۰ افغانۍ دي.

د اسعارو بیه

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد