ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاريان: د برېښنا ډېرې پرچاوۍ له ستونزو سره مخ کړي يو

کابل ښاريان: د برېښنا ډېرې پرچاوۍ له ستونزو سره مخ کړي يو

author avatar
13 Dec 2022 - 14:35
کابل ښاريان: د برېښنا ډېرې پرچاوۍ له ستونزو سره مخ کړي يو
author avatar
13 Dec 2022 - 14:35

کابل (پژواک،۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دې وروستيو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي؛ خو برېښنا شرکت بيا وايي چې ازبکستان له قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا نه ورکوي.

د پلازمېنې کابل يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې او حکومت بايد دغه ستونزه حل کړي.

د یادې موضوع په تړاو د کابل ښار د کارته نو سيمې یوه اوسېدونکي وهاج خان پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې وروستيو کې د برېښنا پرچاوي له حده ډېره شوې ده.

هغه وايي: «په ٢٤ ساعتونو کې يوازې دوه يا درې ساعته برق وي نور نه وي، دا د خلکو لپاره لوى مشکل دى، نور خو څه کوې ان خپل موبايلونه هم نه شي چارج کولاى.»

همدارنګه د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې اوسېدونکي شریف‌الله پژواک ته وویل چې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې ده.

ده وويل: «اول خو برېښنا نه وي چې بيا کله راشي دومره ضعيف وي چې د اوبو آب‌بازک ته هم سم کار نه کوي.»

دغه‌راز د کابل ښار د خوشحال خان سيمې اوسېدونکي بهیر خان پژواک ته وویل چې د ژمي په دې سړو ورځو کې د برېښنا پرچاوي هم ډېره شوې ده.

دى وايي: «ډېر خلک غريب دي، د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د لرګو يا زغالو اخيستلو وس نه لري، همدې برېښنا ته په تمه وي چې راشي او خپلې خونې پرې ګرمې کړي.»

يادو او د کابل ښار يو شمېر نورو اوسېدونکو له اړوندو مسوولينو غوښتنه وکړه چې د برېښنا ستونزه دې ژر حل کړي.

بلخوا، د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي هم پژواک ته وویل چې په دې وروستیو شپو کې د برېښنا وضعیت غیر نورمال دی.

هغه زیاته کړې چې د ازبکستان د برېښنا تولید په شبکو کې ستونزه رامنځته شوې او دغه هېواد نه شي کولاى له قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا  ورکړي.

میوندي وایي، له همدې امله د برېښنا پرچاوي ډېره شوې، خو د دوی ټوله هڅه دا ده چې دا پرچاوي کمه کړي.

ده وویل: «په لومړي سر کې بوخت یو چې حرارتي دستګاه فعاله کړو، ترڅو استوګنيزو ساحو ته منظمه برېښنا ورکړو.»

د هغه په وینا، له وارداتي برېښنا او داخلي تولید څخه ډېره برخه صنعتګرو ته ورکول کېږي او بیا دولتی ادارو ته، خو اوس دوی غواړي چې پر هغوی هم پرچاوي پیل کړي او  استوګنیزو سیمو ته برېښنا ډېره کړي.

نوموړی وایي، له دغه کار سره به د خلکو ستونزې یو څه کمې شي، خو له خلکو یې وغوښتل چې د ستونزې تر هواري پورې دې زغم ولري او ډېر ژر به هواره شي.

د راپورونو له مخې، افغانستان ۱۲۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوسمهال له داخلي او وارداتي سرچینو څخه یوازې ۸۵۰ میګاواټه ترلاسه کوي.

Views: 127

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.