د تېرې شنبې په پرتله نن د نفتي توکو، قزاقي اوړو او هندۍ بورې بیې لوړې شوې، خو د نورو توکو بیې بیا پر خپل ځای پاتې دي.
د کابل ښار اوسېدونکي داسې مهال په دغه ښار کې د تېلو بیې د بېساري لوړېدو له امله شکایت کوي چې د تېرو دوو ورځو په پرتله نن د تېلو بیه ۱۰،۵ سلنه لوړوالی ښیي؛ چارواکي وایي، په نړیواله کچه هم د تېلو په بیه کې زیاتوالی راغلی دی.
هغې جوړې چې په ۱۵۰۰ افغانیو یې خپل د واده مراسم په کابل ښار کې ترسره کړل، له نورو ځوانانو وغوښتل چې په ودونو کې له ډېرو لګښتونو ډډه وکړي څو دغه فرهنګ په ټولنه کې عام شي.
د کابل ښاروالۍ له لوري په کابل ښار کې د ٥٠ ميليون افغانيو په لګښت د يوه سړک جوړېدو چارې پيل شوې.
د کابل امنيتي مسوولین وايي، د دولسمې امنيتي حوزې اړوند بتخاک څلورلارې سره پر يوه موټر چاودنه شوې چې يو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تېر شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د پاکستانۍ وریجو او قزاقي اوړو بیې ټیټې، خو د بورې او ډېزل تېلو بیې لوړې شوې دي.
د کابل ښاروالي وایي چې د کابل په ښار کې ۱۱ دولتي بسونو په دوو مسیرونو کې فعالیت پیل کړ.
امنیه قومانداني وايي، پولیسو د کابل ښار ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې له هغو وسله والو یو کس وژلی چې غوښتل یې له یوه کوره غلا وکړي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار په لېسه مریم سیمه کې د ځای پرځای شوي ماین چاودنې دوه کسان ټپيان کړي دي.
د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې چاودنه شوې ده.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار د لسمې حوزې په مربوطاتو کې پنځه تنه غله لاس په لاس د غلا په جرم نیول شوي دي.
د پوهنې وزارت په کابل کې د یوې لویې دیني مدرسې پرانیستلو خبر ورکړی او وايي چې تر راتلونو لسو ورځو به په دې مدرسه کې عملي درسونه پیل شي.