کابل ښار کې په ځینو نانوایيګانو کې د ډوډۍ وزن د ښاروالۍ له خوا له ټاکل شوي نرخه شاوخوا درې سلنه کم دی، خو غوښه شاوخوا شل سلنه له ټاکلي نرخه په لوړه بیه پلورل کېږي.
د کابل ښاروالي وایي چې د ښاري خدمتونو محصول نه ورکولو او د پلیو لارو د غصب له امله د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ سیمې موټر پلورنځي يې تړلي دي.
د کابل د ترافیکو ریاست وایي، د کابل ښار په «سرای شمالي» سیمه کې د یوې ترافیکې پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
کابل ښاروالۍ د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې د ۱۶۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخنیوی کړی دی.
نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې؛ خو د هندۍ بورې په قیمت کې بیا کموالی راغلی دی.
د کابل امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي چې په کابل ښار کې درې غله له حکومتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند په سلیم کاروان کې ساحه کې د ماین چاودنې یو نظامي کس ټپی کړی دی.
. . .
پولیس وايي، په تېرو درېيو ورځو کې یې د کابل ښار په يوولسمه امنيتي حوزه کې شپږ تنه د غلاوو په تور نيولي دي.
د ملي بس ریاست مسوولین وایي چې په کابل ښار کې یې له یوې اوږدې مودې وروسته د ملي بس خدمات بېرته پیل کړي دي.
نن د تېرې اوونۍ په پرتله د بورې، غوړیو او تور چای بیې ټیټې شوې خو د وریجو، سرو زرو، ډیزلو او مایع ګازو بیې لوړې شوې دي.
د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند په نیازبېک سيمه کې تر ډزو وروسته د چاودنې غږ اورېدل شوی او تر چاودنې وروسته ډزې درېدلي دي.