ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې ډېر قصابان غوښه له ټاکلې بیې شل سلنه لوړه پلوري

کابل ښار کې ډېر قصابان غوښه له ټاکلې بیې شل سلنه لوړه پلوري

author avatar
22 May 2022 - 16:38
کابل ښار کې ډېر قصابان غوښه له ټاکلې بیې شل سلنه لوړه پلوري
author avatar
22 May 2022 - 16:38

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): کابل ښار کې په ځینو نانوایي‌ګانو کې د ډوډۍ وزن د ښاروالۍ له خوا له ټاکل شوي نرخه شاوخوا درې سلنه کم دی، خو غوښه شاوخوا شل سلنه له ټاکلي نرخه په لوړه بیه پلورل کېږي.

پژواک خبري اژانس د غویي په ۲۷مه د کابل ښاروالۍ د استازو په ملتیا د کابل ښار د پنځمې، دویمې او څلورمې ناحیو اړوند سیمو کې په نانوایي‌ګانو کې د ډوډۍ وزن او په قصابیو کې د غوښې بیې وپوښتې او له مخې یې یاده ارزونه وشوه.

کابل ښاروالۍ تېره اونۍ د لومړنیو توکو لپاره نوې بیې وټاکلې چې له مخې یې باید د لسو افغانیو یوه ډوډۍ ۱۳۵ ګرامه وزن ولري، د پسه یوه کیلو غوښه په ۴۲۰ او د خوسي یوه کیلو غوښه په ۴۰۰ افغانۍ وپلورل شي، خو ځیني کسان له ټاکل شوو بیو سرغړونه کوي.

د ډوډۍ وزن

د پژواک موندنې ښیي چې په ځینو نانوایي‌ګانو کې د لسو افغانیو د یوې ډوډۍ وزن د ښاروالۍ له ټاکلي وزن (۱۳۵) ګرامه زیات و. د لسو افغانیو د یوې ډوډۍ وزن د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د افشارو سیمې په یوه نانوایي کې ۱۳۹ ګرامه او د دویمې ناحیې اړوند د بهارستان په یوه نانوایۍ کې ۱۳۶ ګرامه و.

خو د لسو افغانیو د یوې ډوډۍ وزن د افشارو سیمې په یوه بله نانوایۍ کې  ۱۳۳ ګرامه، د دویمې ناحیې اړوند د بهارستان په یوه نانوایۍ کې ۱۳۲ ګرامه او د څلورمې ناحیې اړوند د کلوله پشتې سیمې په یوه نانوایۍ کې ۱۲۸ ګرامه او د کلوله پشتې د شپږم سړک په یوه نانوایې کې ۱۳۳ ګرامه و.

د کلوله پشتې يوه نانوای عبدالرزاق چې د ډوډۍ وزن يې ۱۳۳ ګرامه و، وویل: «کوشش کوو چې د ډوډۍ وزن مو پوره وي، خو تول دی، کله کله د کومې ډوډۍ وزن لږ کم شي.»

هغه زياتوي، په ډېرې سختۍ سره خپل لګښت پوره کوي؛ ځکه چې د اوړو او ګاز بيې لوړې دي.

عبدالرزاق وايي: «ګټه کول ډېر سخت دي، ښاروالي خو خپل کنټرول کوي، پر تاجرانو دې خپل نظارت يو څه جدي کړي څو د اوړو او ګاز نرخونه هم لږ راټيټ شي، خلک هم بې وسه او موږ هم د يوې مړۍ ډوډۍ ګټلو ته ناست يو.»

د غوښې بیې

ښاروالۍ د خوسي د یو کیلوګرام غوښې لپاره ۴۰۰ افغانۍ او د پسه د یو کیلوګرم غوښې لپاره ۴۲۰ افغانۍ نرخ ټاکلی، خو د پژواک موندنې ښیي، په ټولو کتل شوو قصابیو کې د غوښې بیې له ټاکلي نرخه شاوخوا شل سلنه لوړې وې.

د افشاور سیمې په دوو او د بهارستان هم په دوو قصابیو کې یوه کیلو د پسه غوښه په ۵۰۰ افغانۍ او یوه کیلو د خوسي غوښه ۴۸۰ افغانۍ پلورل کېده، خو په کلوله پشته کې هم د پسه او هم د خوسي غوښه ۵۰۰ افغانۍ پلورل کېده.

د کلوله پشتې یو اوسېدونکی احمد صميم وايي: «د غوښو بيې ډېرې لوړې دي، د غريب سړي زوی غوښه نه شي خوړلی؛ بس که خانان يې وخوري، وخوري؛ موږ ته نه رارسېږي.»

هغه زياتوي: «قصاب هم مجبور دی چې غوښه قيمته وپلوري؛ ځکه د مالونو بيې لوړې شوې؛ ښاروالي دې په نخاس کې بيې کنټرول کړي.»

د افشارو بازار کې قصاب سليمان وايي، يوه کيلو د پسه غوښه په ۵۰۰ افغانۍ او يوه کيلو د خوسي غوښه په ۴۸۰ افغانۍ پلوري.

سليمان په دې اړه چې ولې غوښه د کابل ښاروالۍ له ټاکلې نرخه په لوړه بيه پلوري، وویل: «د مالونو بيه په نخاس کې لوړه ده، مجبور يو، که غوښه په لوړه بيه اخلو لږ تر لږه په هغه بيه يې بايد وپلورو چې زيان ونه وکړو؛ ما ۵۰ کيلو غوسی په ۲۶۵۰۰ افغانۍ اخيستی چې يوه کيلوه غوښه په ۵۳۰ افغانۍ تمامېږي چې پوستکی، سر او ځيګر يې وپلورم کېدای شي خپل قيمت پوره کړي؛ که نو بايد د دوکان له دخله پيسې په کې ورکړم.»

هغه د کابل له ښاروالۍ غواړي چې د مالونو بيې په نخاس کې کنټرول کړي، څو قصابان وکولای شي هغه نرخ‌نامه چې دوی ټاکلې ده، عملي کړي.

د کابل ښار د کلوله پشتې سيمه کې قصاب مختار وايي: «که موږ د خوسي او پسه غوښه په ۴۰۰ او ۴۲۰ افغانيو وپلورو، هيڅ ګټه نه پاتې کېږي؛ ځکه د مالونو بیې لوړې دي، حکومت دې له پورته ځايه ـ نخاس نه ـ بيې کنټرول او د غوښې قيمت دې راټيټ کړي.»

کابل ښاروالي: د ټولو توکو بیې کنټرولوو

د پژواک له خبریال سره د یادو بیو او ډوډۍ د وزن د کتلو پر مهال د ښاروالۍ کسان هم ملګري وو.  هغوی متخلفینو ته ویل چې که تر دې وروسته یې تخلف وکړ، هټۍ یې تړي او دوی د قانون منګولو ته سپاري.

دوی هغو کسانو ته چې نرخنامې یې پر دېوالونو نه وې نصب کړې، په ټینګار سره ویل چې نرخنامې خپلو هټیو کې پر دیوالونو وځړوي تر څو خلک یې ووینيٍ.

د کابل ښاروالۍ وياند نعمت‌الله بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم رياست په کابل ښار کې هره ورځ له ټاکلې نرخ‌نامې او د توکو له کميت او کيفيت څخه څار کوي.

بارکزی زياتوي: «هر کس چې د کابل ښاروالۍ له ټاکلې نرخ‌نامې سره سم پر مخ نه ځي او هغه ۳۸ ډوله توکي چې په نرخ‌نامه کې درج شوي، پلي نه کړي؛ فرق نه کوي که هغه د قصابانو صنف وي، که د تېل فروشانو، د نانوايانو صنف وي او که د اوړو پلورونکو؛ په مطلق ډول له دوی سره قانوني چلند کېږي او دوی مکلف دي چې له ټاکلې نرخ‌نامې پيروي وکړي.»

د بارکزي په وينا، د کابل ښاروالۍ نرخ‌نامه د اصنافو له مشرانو سره په همغږۍ جوړه شوې او بیې په غور سره ټاکل شوي دي.

هغه يو ځل بيا ټينګار کوي چې ټول هټۍوال مکلف دي چې له ټاکلې نرخ‌نامې پيروي وکړي.

د ده په وینا چې د متخلف هټۍ تړل کېږي او د قانون منګلو ته به سپارل کېږي.

Visits: 280

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.