ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاروالي: د ۱۶۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

کابل ښاروالي: د ۱۶۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

author avatar
10 May 2022 - 13:26
کابل ښاروالي: د ۱۶۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخه ونیول شوه
author avatar
10 May 2022 - 13:26

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۱): کابل ښاروالۍ د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې د ۱۶۰ جریبه دولتي ځمکې د غصب مخنیوی کړی دی.

د کابل ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول نعمت الله بارکزي وویل چې دغه ځمکه د کابل ښار شپاړسمې ناحیې اړوند په الوخېلو سیمه کې ده.

هغه د یادې ځمکې مساحت شاوخوا ۱۶۰ جریبه وښوده او زیاته یې کړه چې يو څو فرصت طلبو کسانو د اختر له رخصتیو نه په ګټې اخیستنې د دغې ځمکې په غصبولو لاس پورې کړی وو؛ خو مخه یې نیول شوې ده.

نوموړی وایي، تر دې وړاندې پر یادې ځمکې د غاصبینو له خوا جوړ شوي ناقانونه تاسیسات هم پاک شوي وو.

د هغه په خبره، یاده ځمکه اوسمهال تر څارنې لاندې ده او هيڅکله به فرصت طلبو خلکو ته وخت ورنکړل شي چې له دولتي ځمکو نه ناوړه ګټه پورته کړي.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.