ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېلو د بیو بې‌ساري لوړېدل؛ نن د یو لیتر ډيزلو بیه ۱۰۴ افغانیو رسېدلې

د تېلو د بیو بې‌ساري لوړېدل؛ نن د یو لیتر ډيزلو بیه ۱۰۴ افغانیو رسېدلې

author avatar
13 Jun 2022 - 18:25
د تېلو د بیو بې‌ساري لوړېدل؛ نن د یو لیتر ډيزلو بیه ۱۰۴ افغانیو رسېدلې
author avatar
13 Jun 2022 - 18:25

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د کابل ښار اوسېدونکي داسې مهال په دغه ښار کې د تېلو بیې د بې‌ساري لوړېدو له امله شکایت کوي چې د تېرو دوو ورځو په پرتله نن د تېلو بیه ۱۰،۵ سلنه لوړوالی ښیي؛ چارواکي وایي، په نړیواله کچه هم د تېلو په بیه کې زیاتوالی راغلی دی.

د «Oil Price» وېب سایټ له لوري د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، د تېلو بیې په تېره یوه میاشت کې د لوړېدو په حال کې دي.

په دغه وېب سايټ کې راغلي چې نن د جون ۱۳مه، د نړۍ په کچه د یو بېرل تېلو بیه ۱۱۸ امریکایي ډالر ده؛ په داسې حال کې چې د تېرې مېلادي میاشتې پر همدې نېټه د یو بېرل تېلو بیه ۱۰۵ ډالره وه.

د کابل ښار په بازارونو کې هم د تېلو بیه مخ په لوړېدو ده؛ خو نن په بېساري ډول لوړه شوې ده.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د غبرګولي ۲۳مه، د یو لېتر ډیزلو بیه ۱۰۴ افغانۍ او یو لېتر پټرول په ۸۵ افغانۍ پلورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي په ۲۱مه، د یو لیتر ډیزلو بیه ۹۱ افغانۍ او یو لېتر پټرول په ۸۰ افغانۍ پلورل کېدل.

د پژواک د یوه راپور له مخې، یوه میاشت مخکې د یو لیتر پټرولو بیه ۷۳ افغانۍ او یو لیتر ډیزل په ۸۹ افغانیو پلورل کېده.

د تېلو بیې له لوړېدو وروسته، د ټکسيانو او ښاري بسونو چلوونکو هم خپلې کرایې لوړې کړې چې دغه کار د کابل ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د کابل ښار د خېرخانې سیمې اوسېدونکې او د یوې نادولتي موسسې کارکوونکې مژګان پژواک خبري اژانس ته وویل: «هره ورځ له خېرخانې تر شهرنو پورې ځم راځم، خو له بده مرغه چې په وروستیو دوو ورځو کې کرایه لوړه شوې ده؛ کله چې پوښتنه کوم ولې؟ موټر چلوونکي وایي د تېلو بیه لوړه شوې ده.»

هغې زیاته کړه، ټونس موټر له ۵۰۰ فامیلي تر سرسبزۍ څلورلارې ۱۰ افغانۍ اخلي؛ له پرون راهیسې، ۱۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.

په ورته مهال، و کوټه‌سنګي اوسېدونکې فاطمه هم د کرایې له لوړوالي شکایت کوي او وایي، له کوټه‌سنګي تر ښاره د ټونس موټرو کرایه ۱۰ افغانۍ وه، خو له پرون راهیسې، ۱۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د کابل ښار د کمپني سیمې اوسېدونکی او د مالیې وزارت کارکوونکی  حبیب‌الله هم د لیني موټرو د کرایې له لوړوالي شکایت کوي او ویي ویل: «د ښاري ټکسیګانو کرایه له ۲۰ نه ۳۰ افغانیو ته  او د ټونسونو له ۱۰ نه ۱۵ افغانیو ته لوړه شوې ده؛ د یوه دولتي مامور لپاره ډېره سخته ده چې د ۹۰۰۰ افغانیو معاش په درلودو کرایه ورکړي.»

نوموړی له حکومته غواړي چې د تېلو بيې او لیني موټرو د کرایې راکمولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال خانجان الکوزي، د کابل ښار په بازارونو کې د تېلو بیو لوړېدو په تړاو پژواک ته وویل، پر اوکراین د روسیې له یرغل او د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د دوام له امله د خوراکي او نفتي توکو او په ځانګړې توګه د تېلو بیې په نړیواله کچه لوړې شوې دي.

نوموړی وايي، د تېلو تر ټولو لوی صادرونکي هېواد ترکمنستان، په وروستیو ورځو کې ۸۰ زره ټنه تېل اروپا ته صادر کړل چې په نړیواله کچه د تېلو بیو د لوړېدو لامل شول.

هغه وویل، د اوکراین د جګړې ترڅنګ، په افغانستان کې د پیسو د لېږد بهیر ستونزې او د ایران له لوري د تېلو د صادراتو درېدو له امله هم د تېلو په بیو کې زیاتوالی راغلی دی.

الکوزي وویل، د سوداګرۍ او پانګونې خونه او دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي څو په افغانستان کې په یو ډول د تېلو بیې کنټرول شي او په نړیواله کچه د تېلو له بیې په لوړه بیه ونه پلورل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مولانا زهیر هم له پژواک سره خبرو کې وویل، په نړیواله کچه د تېلو د بیې لوړېدو له امله، په کابل ښار کې هم  په بیو کې یې لوړوالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان ته د تېلو په واردولو کې کومه ستونزه نشته او په عادي ډول واردیږي.

هغه وایي: «د نفتي توکو بیې د ۱۴۰۰ کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د ریاست الوزراء د مقام له لوري د ۶۰۲ حکم له مخې کنټرولیږي او د نفتي توکو بیې باید د ښاروالي له خوا کنټرول شي.»

و مو غوښتل څو په دې اړه د کابل ښاروالۍ نظر هم له ځان سره ولرو، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

Visits: 95

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.