Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د کابل نړۍوال هوایي ډګر کې د ۲۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د معیاري انتظارخونې د جوړېدو خبر ورکړ.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د کار ملي کنفرانس په پای کې د ۱۵ اماراتي ادارو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې هوکړهلېکونه لاسلیک شول او ژمنې وشوې چې راتلونکو پنځو کلونو کې به څه باندې ۱.۴ میلیون کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې کابل ته د دغه ولایت د سیند اوبو د انتقال پروژې سروې چې د روان کال د وري میاشتې په ۱۱مه پیل شوې وه، تېره ورځ بشپړه شوه.
افغان چارواکو د کار ملي کنفرانس کې وویل چې د بېکارۍ کچې ټیټېدو لپاره هڅې دوام لري، غربي هېوادونو دې هم پر افغانستان بندیزونه پای ته ورسوي او ا.ا ته دې د همکارۍ لاس ورکړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه نن په کابل کې د دوو ورځو لپاره د کار ملي کنفرانس پیل شو.
د پوهنې وزارت وايي، د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د څه باندې لسنیم میلیون افغانيو په لګښت د یو منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې د داعش پر یوه پټنځای عملیاتو کې د دې ډلې یو شمېر هغه غړي نیولي چې غوښتل یې د محرم مياشتې پر مراسمو بريدونه وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وايي، د ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې، د کابل په ګډون د هېواد په شپږو ولایتونو کې پر نړۍوالو معیارونو برابر د صادراتو د پروسس زونونه جوړیږي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار ویلي چې نږدې راتلونکي افغانستان ته سفر کوي.
د افغانستان بانک وايي چې په کابل کې یې ۸۸۹ میلیونه او ۹۲۰ زره زړې او له کاره لوېدلې افغانۍ سوځولې دي.
د افغانستان بانک وايي، سبا (د چنګاښ ۱۸ مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې پولیسو د نشهيي توکو د پلور په تور اووه کسان نیولي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن