Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یوې نجلۍ د یوې ودانۍ له نهم پوړه ځان راغورځولی خو ژوندۍ پاتې ده او دا مهال په روغتون کې بستر ده.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د قزاقستان د دولت او خصوصي سکټور یو لوړپوړی ګډ پلاوی کابل ته راغلی دی.
د کورنیو چاور وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د تېر یو کال په موده کې د کابل په کچه راټول شوي څه باندې ۱۵ زره لېتره اوبلن او څه باندې درې زره کیلوګرامه جامد نشهیي توکي وسوځول.
د مالیزیا هېواد یو پلاوی چې بېلابېلو برخو کې د همکارۍ او اړیکو پراخېدو په موخه کابل ته راغلی، د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې یې ویلي، دوی به له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل لپاره هڅه وکړي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، د کابل او مسکو ګډې هڅې کولای شي په سیمه کې د ګواښونو مخه ونیسي او هیله یې څرګند کړې څو په مسکو فارمټ کې افغانستان ته رسمي غړیتوب ورکړل شي.
علماوو کابل کې د امام ترمذي (رح) له دارالعلوم څخه د ۴۵ کسانو په فراغتغونډه کې د علم پر اهمیت خبرې وکړې، ویې ویل چې علم د اسلامي نظام لپاره «موقوفعلیه» دی او د علم له لارې به افغانستان اباد شي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي چې افغانستان کې د اقلیمي بدلون په اړه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د ناروې کمېټې په همکارۍ درې ورځنۍ کنفرانس پیل شو.
د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل ښار د اووهلسمې امنيتي حوزې اوسېدونکی لس کلن ماشوم چې څلور کاله مخکې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوی و، پیدا او کورنۍ ته وسپارل شو.
د المپیک ملي کمېټه وایي، د کابل منتخبې لوبډلې ته د لوبغاړو غوراوي لپاره د ۷۵ لوبغاړو ترمنځ د بډمنټون سیالۍ پیل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، ۱۵ نور د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل کې دوو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
د افغانستان بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي چې نن په کابل کې د یو شمېر بهرنیو لوبغاړو په ګډون د فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو یوه میاشتنۍ سیالۍ پیل شوې.
په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر مشر د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې له یتیمانو سره د مرستې، د اړمنو د لاسنیوي او د معلولانو ستونزو ته د رسېدنې برخو کې طرحې لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن