منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:11 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
سوداګري او اقتصاد

د کابل او ډهلي تر منځ د آریانا افغان هوايي شرکت د پروازونو ډېرېدل

· 1 دقیقه لوستل · 235 کتنې

کابل (پژواک، ۱۶ دلو ۱۴۰۴): د آریانا افغان هوايي شرکت وایي، د کابل او ډهلي ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د انتقالاتو د زیاتوالي په موخه یې د کارګو او مسافروړونکو پروازونو شمېر زیات کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت د خبرپاڼې له مخې، دغه شرکت اوس هره اونۍ له کابل څخه ډهلي ته شپږ د کارګو او دوه مسافروړونکي پروازونه ترسره کوي.

سرچینې نه دي ویلي چې له دې مخکې یې هره اونۍ ډهلي ته څو پروازونه لرل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د هېواد د صادراتو د ملاتړ په موخه شوی دی.