Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د امریکا متحده ایالتونو او ملګرو ملتونو په کابل ښار کې د وړمې ورځې برید په سختو ټکو غندلی دی.
کابل کې يو شمېر لوستي ځوانان وايي، سره له دې چې لوړې زدهکړې يې کړې خو بیا هم دندې نه ورته پيدا کېږي، خو حکومتي مسوولين دغه ډول ځوانانو ته د کار پيدا کېدو برخه کې د بېلابېلو پروګرامونو درلودو خبره کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټریش، جورجټ ګانیون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د سیاسي مرستیالې په توګه ټاکلې ده.
د عدلیې وزارت وایي، کابل ښار کې یې د ۳۴ ټولنو، خيریه بنسټونو او شوراګانو د دفترونو ارزونه کړې چې په پایله کې یې د درېیو خيریه بنسټونو، یوې ټولنې او یوې شورا دفترونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړلي دي.
یو شمېر کابل ښاریان په داسې حال کې د اوبو له کمښته شکایت کوي چې د اوبو او برېښنا وزارت وايي، کابل ته د پنجشېر سیند اوبو د لېږد پروژې په پلي کېدو سره دغه ښار کې دوه میلیون کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کوي.
په کابل کې د قطر سفارت مستشار د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد به یې یو شمېر افغان ځوانانو ته د بانکدارۍ په برخه کې د ظرفیت لوړنې لنډمهاله زدهکړې برابرې کړي او هڅه کوي چې د کابل او دوحې ترمنځ مستقیم پروازونه هم پیل شي.
په کابل کې د شهیدانو د ورثهوو او معلولینو د پالنې له مرکز څخه ۱۲۵ معلولین او یتیمان د پنځه میاشتنیو فني او حرفوي زدهکړو له پروګرامه فارغ شول.
په کابل کې «د افغانستان پرمختګونه او بریا» په نوم څلور ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو چې په کې بېلابېل افغاني تولیدات او محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې په کابل کې د ۲۴ کلپونو د ۹۹ ورزشکارانو ترمنځ د سوکوهنې سیالۍ پیل شوې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د اذربایجان د اقتصاد وزارت د مرستیال په مشري د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راغلی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمدنبي نن سهار کابل ته را ورسېد.
په کابل کې د شپږیزې کرکټ لیګ نهم پړاو سیالۍ د پنځو لوبډلو ترمنځ نن پیل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن