کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وايي، سبا (د چنګاښ ۱۸ مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
یاد بانک نن پرخپله اېکس پاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او د پولي خدمتونو په شرایطو برابرو شرکتونو غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
دا په داسې حال ده چې د افغانستان بانک د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۲ مه هم ۱۵ میلیون امریکايي ډالر لیلام کړي وو.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن