Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په کابل کې د عمومي سړکونو غاړو ته یو شمېر موټرمینځونکي له ښاروالۍ غواړي چې دوی ته ځانګړې ځای وټاکي، څو په ازاده توګه خپل کار وکړي.
د استخباراتو عمومي ریاست وایي، په کابل کې یې د یوه سوداګر زوی د انسانتښتوونکو له بنده خوشی کړی او درې انسانتښتوونکي یې وژلي دي.
. . .
د افغانستان بانک وايي، د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
د کابل په علياباد روغتون کې په داسې حال کې د سرطان ناروغۍ درملنې لپاره څانګه پرانیستل شوه چې هلته د سرطان د درملنې «جامع مرکز» هم جوړېږي او یوه نړۍوال سازمان ورسره د ۲۴ میلیون ډالرو مرستې ژمنه هم کړې ده.
ځينو سرچينو ويلي، تېره جمعه د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش خراسان څانګې مرستیال والي وژل شوی، خو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه پنځه کسان یې نیولي چې له یوه شرکته يې څه باندې ۵۰۰ بایلرونه غلا کړي وو.
د استخباراتو رياست وايي، هغه پنځه کسان چې د کابل د زرګرانو ټولنې پیسې یې غلا کړې وې، په شمالي سالنګ سيمه کې نيولي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د ښار پنځمې حوزې په مربوطاتو يو کس له لفظي شخړې وروسته وژل شوى او د يو بل خبر مخې، په لوګر کې هم دوه کسان په جلا-جلا پېښو کې وژل شوي دي.
د استخباراتو رياست وايي، له هغو اتو کسانو یې اووه نیولي او یو یې د مقابلې پر مهال وژلی چې د کابل ۱۶مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې له یوه کور څخه پر غلا کولو بوخت وو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن