Language

ځدراڼ: کابل کې یو غل له پولیسو سره نښته کې ووژل شو

کابل (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۵): د کابل امنیه قومانداني وایي چې د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یو وسله‌وال غل له پولیسو سره نښته کې وژل شوی او یو بل ملګری یې نیول شوی دی.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یادو غلو له یوه صرافه ۷۰ زره افغانۍ لوټلې وې.

هغه لیکلي: «پولیس د پېښې له خبرېدو وروسته د یادو غلو په تعقیب پسې شول، د تعقیب په نتیجه کې غلو پر پولیسو مخامخ ډزې وکړې چې د امنیتي سرتېرو په ځوابي برید کې یو غل ځای پر ځای ووژل شو او یو بل ونیول شو.»

ځدراڼ زیاته کړې، کشفي ارګانونه هڅه کوي څو د یادو غلو نور ملګري هم پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.