کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل په منډوي کې د تېرې شپې اورلګېدنې له امله اته میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې یاد اورلګېدنه پرون ماښام مهال د کابل د منډوي په زرداد مارکېټ کې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې وه.
سرچینه زیاتوي، په دې اورلګېدنه کې نږدې ۸ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی، خو د اطفایې پرسونل د پر وخت هڅو په پایله کې په یاد مارکېټ کې د دوکانونو او ګودامونو د شاوخوا ۴۸۰ میلیون افغانيو په ارزښت شتمني له سوځېدو وژغورل شوه.
کورنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو، دوکانونو، ګودامونو او مارکېټونو کې د خوندیتوب اصول او احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي او له اړوندو مسوولینو سره لازمې همکاري وکړي؛ ځکه د خوندیتوب تدابیرو رعایت او ستاسو همکاري د پېښو په مخنیوي او د عامه امنیت په تأمین کې اغېزناک رول لري.