ژبه

په کابل کې د ابو علي سینا بلخي دویم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، کابل کې د ابو علي سینا بلخي دویم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې پر مهال، د کورني تولید ملاتړ د بهرنیو فشارونو او اقتصادي بندیزونو پر وړاندې تر ټولو اغېزناکه لار وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې کورني درمل وکاروي.

د ابو علي سینا بلخي دویم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون – چې د درملو لسګونو تولیدي فابریکو په کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي- نن پرانیستل شو او څلور ورځې به دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان کې د درملو ۱۳۴ تولیدي فابریکې په ټولیز ډول په ۴۵۰ میلیون ډالره پانګونې سره فعالیت کوي او د هېواد ۳۸ سلنه اړتیا پوره کوي.

د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه کچه اته میاشتې وړاندې ۲۵ سلنه وه، خو د بهرنیو درملو د وارداتو په کمولو سره کورني تولید د پام وړ پرمختګ کړی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د یاد نندارتون په پرانست‌غونډه کې وویل چې د افغانستان د درملو سکټور د پياوړتیا په برخه کې لازم اقدامات شوي او اوسمهال د هېوادوالو اړتیاوې تر ډېره له کورني تولید څخه پوره کېږي.

هغه زیاته کړه، د بهرنیو فشارونو او اقتصادي بندیزونو پر وړاندې تر ټولو موثره لار د کورني تولید پياوړي کول او د هغه ملاتړ دی.

د ده په خبره، په دې وروستیو کې د درملو د وارداتو کمول د دې سبب شول چې د افغانستان د درملو سکټور په کم وخت کې ډېره وده وکړي.

هغه زیاته کړه، د هېواد اړتیا ته په کتو، دغه لاسته راوړنې کفایت نه کوي، بلکې اړینه ده چې د درملو تولیدي فابریکې لا ډېرې معیاري او له منل شوو معیارونو سره سم خپلو تولیداتو ته پراختیا ورکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند، د درملو سکټور د پياوړتیا په برخه کې د دغه نندراتون جوړول مهم وبلل او د روغتیا سکټور له ټولو مسوولینو او هېوادوالو یې وغوښتل چې په خپلو کورنیو درملو باور او له هغو استفاده وکړي.

هغه له سوداګرو او درمل‌پلورونکو هم په جدي ډول وغوښتل چې درمل په لوړه بیه ونه پلوري او احتکار ونه کړي.

ملا برادر، په دې برخه کې له اړوندو امارتي ادارو او مسوولینو په کلکه وغوښتل چې د داسې کړنو جدي مخنیوی وکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت یې ترڅنګ ولاړ دی، د پانګونې پروسو پر رالنډولو کار روان دی او په تدریجي ډول به الیکترونیکي سیسټم رامنځته شي.

ده وویل چې اسلامي امارت یوازې پر داخلي اقتصاد تمرکز نه کوي، بلکې د سیمه‌ییز او نړیوال اقتصادي اتصال په برخه کې هم له هېوادونو سره پياوړې اړیکې غواړي او په خبره یې، اوسمهال د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي تعاملات زیات شوي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي له داخلي تولیداتو پر ملاتړ د ټینګار تر څنګ په یادو مراسمو کې وویل چې د افغانستان ا.ا له حاکمیت وروسته د روغتیا په برخه کې د پام وړ پر مختګونه شوي دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پرانیست‌غونډې پر مهال بهر کې له مېشتو افغان متخصصینو وغوښتل چې د هېواد روغتیایي سکټور پیاوړتیا برخه کې همکاري وکړي.

حنفي دغه راز له هغوی وغوښتل چې د افغانستان له روغتیايي سیستم سره د تجربو، مهارتونو او نوښتونو په برخه کې هم مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي هم په یادو مراسمو کې له خلکو وغوښتل چې د درملنې لپاره له داخلي تولیداتو ګټه واخلي.

ده وویل چې یاد وزارت د درملو په برخه کې د هېواد داخلي تولیداتو ته لومړيتوب ورکوي او دا د نورو له احتیاجه د خلاصون لار ده.

‏ جلالي وویل: «افغانستان لسیزې نورو ته اړ پاتې شوی، اوس اړتیا ده چې د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا لپاره خپل تولیدات وکاروو.»

ده زیاته کړه چې په کور د ننه د درملو تولید لپاره پرېمانه خام مواد شته چې باید د درملو تولید لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

ورته موضوع