کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د تېلو بیې لوړې شوي او د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت هم لږ راکم شوی، خو د مایع ګاز، هندي بورې او سرو زرو بیې راټیټې شوي او د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیو بدلون نه دی کړی.
په کابل ښار کې د احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د یوه لیټر پټرولو بیه له ۶۵ څخه ۶۷ افغانیو او د یوه لیټر ډیزلو بیه له ۶۴ څخه ۶۶ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د هغه په وینا، په نړیوالو بازارونو کې د نرخونو د لوړېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د دغو توکو بیې لوړې شوې دي.
خو د کابل ښار د دهنباغ سیمې یوه هټۍوال محمدجان امین وویل چې د وارداتو د زیاتوالي له امله نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۶۰ څخه ۵۹ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
خوراکي توکي
په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو د اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې د عمده پلور بیه له ۳۱۰۰ څخه ۳۰۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
د هغه په وینا، د وارداتو د زیاتوالي او د تقاضا د کمېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې د هندي بورې بیه راټیټه شوې ده.
خو دی وایي چې نن هم د تېرې اوونۍ په څېر د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د عمده پلور بیه ۱۵۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه هندي وریجو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لیټره مالیزیايي غوړیو بیه ۱۸۰۰ افغانۍ، د یوه کیلوګرام افریقايي تور چای بیه ۳۸۰ افغانۍ او د یوه کیلوګرام اندونیزیايي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د ځینو توکو پرچون بیې په ځینو مواردو کې د عمده پلور له بیو سره لږ او په ځینو نورو مواردو کې د پام وړ توپیر لري.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو یو پرچون پلورونکی حامد صوفيزاده وایي، نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون بیه ۱۵۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه هندي وریجو ۲۵۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې ۳۰۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لیټره مالیزیايي غوړیو ۱۸۵۰ افغانۍ، د یوه کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۴۰۰ افغانۍ او د یوه کیلوګرام افریقايي تور چای ۴۳۰ افغانۍ ده.
د سرو زرو بیې
په کابل ښار کې د یوه زرګرۍ مالک محمدفواد وایي چې نن د اوو ورځو مخکې په پرتله د یوه ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۷۲۱۰ څخه ۷۱۲۰ افغانیو او د یوه ګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه له ۵۷۵۰ څخه ۵۶۷۵ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
د سرو زرو پلورونکي وایي چې د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.
د اسعارو نرخونه
د کابل ښار د شهزاده سرای د صرافۍ یوه مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه امریکايي ډالر د پېرلو بیه ۶۴ اعشاریه ۴۰ افغانۍ ده او زر پاکستاني کلدارې په ۲۲۵ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غبرګولي په ۱۶مه د یوه امریکايي ډالر د پېرلو بیه ۶۳ اعشاریه ۸۰ افغانۍ وه او زر پاکستاني کلدارې هم په ۲۲۵ افغانیو تبادله کېدې.