Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د المپیک ملي کمېټه وایي چې په کابل کې د نهو ولایتونو ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د «اسیا ماشومان» په نوم د سوکوهنې منتخبې سیالۍ پیل شوې.
د کابل ښار د اوولسمې حوزې اړوند د مزار هډې ته څېرمه د ترافيکي پېښې له امله درېيو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د نهه مېرمنو په ګډون ۱۴ نور ټپيان دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې ۱۲۸ ګرامه هیروئین او څه باندې درې زړه قرصه «ذیکب» او «کا» ټابلیټونه ترلاسه شوي چې په تړاو یې نهه کسان هم نیول شوي دي.
په کابل کې د مورنۍ ژبې نړۍوالې ورځې په نمانځل کېدو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وایي چې دلته ټولې ژبې د هېواد ښکلا ده او باید د هغو د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وشي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د وزیر محمداکبرخان لومړۍ درجه ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ نن پیل شوې.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، کابل کې د څښاک اوبو کمښت یوه جدي او د اندېښنې وړ موضوع ده او اسلامي امارت یې د حل لپاره هڅې پیل کړې دي.
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا دوشنبه ۱۷ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي، په کابل کې د والیبال درېیم پړاو غوره لیګ سیالۍ پیل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.
د اذربایجان سفیر کابل کې د خپل هېواد سفارت پرانیستلو په اړه د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت رسمي لیک د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته وړاندې کړ.
یو خبر خپور شوی چې ګواکې د کابل ښار قصبې سیمه کې پر یوه کرولا موټر د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله پنځه کسان وژل شوي خو د سیمې یوشمېر اوسېدونکي وایي چې د یادې پېښې په اړه معلومات نه لري او د کابل امنیه قومانداني یې هم ردوي.
د تېرو اوو ورځو په نسبت نن کابل ښار کې د قزاقي اوړو او هندي بورې بیې ټیټې شوې خو د مالیزیايي غوړو په بیه کې یوڅه زیاتوالی راغلی دی.
د کابل امنیه قومانداني وایي چې د کابل ښار ۱۶مې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یې یو کس د انسانتښتونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن