کابل کې د شهیدانو او معلولینو چاور وزارت اړوند د شهیدانو د ورثهوو او معلولینو د پالنې له مرکز څخه ۱۵۳ معلولین او یتیمان د لسو میاشتنیو فني او حرفوي زدهکړو له پروګرامه فارغ شول.
د کابل ښاروالي له لوري د هوا ککړتیا د مخنیوي په موخه نن له لسو کلپونو څخه د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د «ژمني جام» په نوم د تکواندو سیالۍ پیل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي.
نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د اوړو او غوړیو بیې ټیټې شوې خو د سرو زرو، تېلو او اوبلن ګاز بیې لوړې شوې دي.
په کابل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فني او حرفوي زدهکړو له مرکزه ۱۵۵ ځوانان فارغ شول.
د افغانستان بانک سبا (چهارشنبه) د داوطلبۍ له لارې ۲۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي.
ستره محکمه وایی، د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د «سروبي» په نوم یوې نوې اېفاېم راډیو خپرونې پیل کړې.
د افغانستان بانک سبا (چهارشنبه، د سلواغې ۱۰مه) د داوطلبۍ له لارې ۲۷ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، د کابل ښار په ۵۷ ځایونو کې جوماتونه جوړیږي.
د لغمان امنیه قومانداني وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د نشهيي توکو ۴۵۲ روږدي راټول کړي او د درملنې په موخه یې د کابل د روږدو درملنې مرکز ته لېږدولي دي.
کابل کې د ایران سفارت وایي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رارسېدلی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي نن (یکشنبه) کابل ته راځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP