د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وایي چې په هرات، خوست او کابل ولایتونو کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو او یوه چکډیم جوړولو چارې بشپړې شوې.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو یو کس له ۲۶۲ کیلوګرام چرسو او څلور نور کسان له څلور زره زیکپ ګولیو سره نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو په کابل ښار کې یو کس د خلکو پر مرګ ګواښلو او باج اخیستنې او اته نور کسان د غلا په تور نیولي دي.
د پوهنې وزارت وایي چې د کابل ښار اړوند د بېلابېلو ښوونځیو د ۳۳ لوبډلې ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د کابل ښاروالي د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د څارویو پېر او پلور ته د ځانګړو ځایونو له ټاکلو خبر ورکوي او وايي، له ټاکلو ځایونو پرته په نورو ساحو کې د څارویو پېر او پلور منع دی.
د کابل ولایت په پغمان ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۲ کلنه دښمني چې پر مهال یې له دواړو لورو یوولس کسان وژل شوي، د مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه.
کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو ترڅنګ، د پټرولو، اوبلن ګاز، قزاقي اوړو، غوړو او د سروزرو بیې ټیټې شوې دي.
ملي دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې کابل کې درې تنه د یو میليون ډالرو په ارزښت له پوځي مهماتو او د الوتکو پرزو سره نيولي دي.
د کابل کرکټ غوره لیک شلاوریزه سیالیو دویم پړاو نن په کابل کې پیل شو چې اووه ورځې به دوام ولري.
د عدليې وزارت وايي چې د ځمکو د غصب مخنيوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون په کابل ښار او ولسواليو کې څه باندې ۵۵ زره جریب امارتي ځمکه له «غاصبانو» راګرځولې او اړوندو ادارو ته يې سپارلې ده.
د افغانستان د خصوصي ښوونځيو اتحادیې رییس وایي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته کابل ښار کې د خصوصي ښوونځيو فیسونه شاوخوا ۵۰ سلنه کم شوي او په دغو ښوونځيو کې د زدهکوونکو شمېر ډېر شوی دی.
د المپیک ملي کمېټه وایي، کابل کې د ابادۍ جام په نوم د جودو لومړی پړاو سیالۍ چې له ۱۵ ولایتونو ۹۰ ورزشکارانو پهکې برخه اخیستې وه، نن پای ته ورسېدې.