د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن کابل ښار کې د هندي بورې او سرو زرو بیې ټیټې شوې، خو د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیو بدلون نه دی کړی.
د مالیزیا د دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي، په دغه هېواد کې اوس د افغانستان په اړه نظر ښه شوی او حکومت یې لېوال دی چې له کابل سره اړیکې لا پیاوړې او ښې کړي.
کابل کې متشبثو لسګونو ښځو ته د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (يواېنډيپي) په مالي ملاتړ جوړ شوی درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو ریاست د کتابلوستنې اونۍ په مناسبت کابل پوهنتون کې د کتاب مطالعې فرهنګ دودولو په موخه د کتاب دوه ورځنی نندارتون جوړ کړ.
کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د هندي بورې، غوړو او سروزرو بیې لوړې شوې، خو د ډیزل تېلو او اوبلن ګازو بیې ټیټې شوې دي.
د یوه فرهنګي بنسټ مسوولین په کابل کې د هنرمندانو د ملاتړ او ستاینې په موخه د ۷۰ نقاشانو او خطاطانو ترمنځ د رقابتي نندارتون له پرانیستلو خبر ورکوي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، په کابل ښار کې یې څلور کسان د موټرسایکلونو د غلا او دوه نور د ۱۲۵ کیلوګرام چرسو د قاچاق په تور نیولي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي چې د ښار پنځمې حوزې اړوند کارته مامورین سیمه کې له پولیسو سره په نښته کې درې غله وژل شوي او یو بل یې په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات د باریټو او د کابل د جګدلک یاقوتو کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس تړونونه د څه باندې ۳۳ میلیون ډالرو په ارزښت له دوو داخلي شرکتونو سره لاسلیک کړل.
د کابل امنيه قومانداني وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د بېلابېلو نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۴۶ کسان نیولي دي.
د کابل ښار دویمې ناحیې اړوند ده افغانانو سیمه کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې بشپړې شوې.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار اوولسمې امنيتي حوزې مربوطاتو کې یې هغه کس نیولی چې په بغلان کې یې له یوه سړي پنځوس زره ډالر غلا کړي وو.