د افغانستان بانک وایي، راتلونکې سېشنبې (د مرغومي ۲۶مه) ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې اته کسان د کا او ذیکب له څه باندې ۴۳۵۰۰ ټابلیټونو سره نیولي دي.
ستره محکمه وايي، د کابل ښار د ابتدائيه محکمې څلورم زون د جزا دېوان له خوا څلورو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم ۳۵ـ ۳۵ دُرې تعزيري سزا ورکړل شوه.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي، د عربي متحده اماراتو هوایي شرکت «ايرالعربيه» کابل ته الوتنې پيل کړې.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر سره لیدنه کې ویلي، سرپرست حکومت کابل کې د افغانستان په چارو کې د سیمې هېوادونو استازو ناستې کوربهتوب ته چمتو دی.
سویسي رسنیو راپور ورکړی، یاد هېواد په پام کې لري چې د راتلونکي کال په دوبي کې کابل کې د بشري مرستو دفتر بیا پرانیزي.
د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي، د کابل ښار په ترمینلونو کې د تخنیکي چک پروسې پر مهال د ۳۳ مسافروړونکو بسونو فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه وځنډول شو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال په کابل کې څه باندې ۲۳۲ زره مټریک ټنه د انګور حاصلات راټول شوي چې د تېر کال په پرتله په کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې د ظرفیت لوړولو درې میاشتني پروګرام په ترڅ کې ۴۴ کسانو د الکترونیکي سوداګرۍ، ویب دیزاین او ګرافیک ډیزاین برخو کې د فریلانسینګ تخصصي پروګرام زدهکړې ترلاسه کړې.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي، د کابل په ترمینلونو کې یې د نهو مسافروړونکو بسونو فعالیت ځنډولی او له ځینو یې اضافي څوکۍ لرې کړې دي.
چارواکو د کابل پوهنتون د محصلینو په فراغتغونډه کې پر ملي یوالي د ټینګار تر څنګ، دیني او عصري علوم سره تړلي وبلل، ویې ویل چې د اړتیاوو پوره کول وخت غواړي او ستونزې د یو بل په منلو حل کیږي.
د کابل ښار ځيني غالۍ پلورونکو د غالیو د بازار نه شتون ته په اشارې، له سرپرست حکومته غواړي، څو د غالیو پر صادراتو لګښت کم کړي او د اسانتیا رامنځته کولو په موخه دې هوایي دهلېزونه فعال کړي.