ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ترمینلونو کې له یو شمېر مسافروړونکو موټرو اضافي څوکۍ لرې شوې

د کابل ترمینلونو کې له یو شمېر مسافروړونکو موټرو اضافي څوکۍ لرې شوې

author avatar
27 Dec 2023 - 10:49
د کابل ترمینلونو کې له یو شمېر مسافروړونکو موټرو اضافي څوکۍ لرې شوې
author avatar
27 Dec 2023 - 10:49

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۲): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي، د کابل په ترمینلونو کې یې د نهو مسافروړونکو بسونو فعالیت ځنډولی او له ځینو یې اضافي څوکۍ لرې کړې دي.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې دغه کار یې د کابل په درېیو لویو ترمینلونو کې د مسافروړونکو موټرو «تخنیکي وضعیت د کنټرول پروسې» پر مهال کړی دی.

سرچينه زياتوي، د یادې پروسې پر مهال د ۶۸ موټرو تخنیکي وضعیت څارل شوی چې له ډلې یې له ځینو موټرو غیرمعیاري څوکۍ لرې شوې او د ۱۳ نورو موټرو «تخنیکي اصلاح» شوې ده.

د تېرې لېندۍ مياشتې په ۱۳مه ياد وزارت ویلی وو، د کابل په ترمینلونو کې د یادې پروسې پر مهال د ۵۲ موټرو تخنیکي وضعیت څارل شوی، د ۱۷ مسافروړونکو بسونو فعالیت ځنډول شوی، د نهو نورو موټرو «تخنیکي اصلاح» شوې او له ځینو یې اضافي څوکۍ لرې کړې دي.

سرچينې ويلي وو چې دغه کار يې د مسافرو خوندیتوب او د موټرو معیاري کولو په موخه پيل کړی دی.

Views: 289

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.