د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي، د کابل په ترمینلونو کې یې د ۱۷ مسافروړونکو بسونو فعالیت ځنډولی او له ځینو یې اضافي څوکۍ لرې کړې دي.
په کابل کې یوه کورنۍ وایي، ۱۷ کاله مخکې د دوی د کورنۍ یو غړی عبدالرحیم د ګوانتانامو په زندان کې بندي شوی خو لا هم نه دی ازاد.
کابل ښاروالي وایي چې ۵۰ زره و ۶۰ کیلوګرامه د چرګانو خوسا شوې غوښه یې د کابل ښار د ۹ ناحیې اړوند سیمه کې په یوه ګدام کې کشف کړې او له منځه وړې ده.
د کابل ښار ۲۲مې ناحيې اړوند د بتخاک کوچياباد سیمې يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې سيمه کې کوڅهډب سپیان ډېر شوي او خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې دي.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړېدو ترڅنګ د نفتي توکو، پاکستانۍ وریجو او هندي بورې بیې لوړې شوې دي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي چې حکومت دې د ډبرو سکرو بیه ټیټه کړي؛ ځکه د اقتصادي ستونزو له امله يې پر اوسنۍ بیو د پېرلو توان نه لري.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د اووه عشاريه درې ميليون افغانیو د غلا په تور شپږ وسلهوال کسان نيول شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، تېرو شپږو میاشتو کې یې ۲۷۹۸ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي او له هغوی یې ۱۳۶ میله وسلې، ۹۴ موټر او نور توکي تر لاسه کړي دي.
اجباري واده یوه داسې ستونزه ده چې له کلونو راهیسې په افغان کورنیو کې شته او ان د کورنیو د پاشل کېدو لامل شوې؛ ۳۵ کلنه شمسیه هم د دغه ناوړه دود له قربانیانو یوه ده چې اوس د ناروغۍ په بستر پرته ده او له کړاوونو ډک ژوند تېروي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، هغه کس به ژر د قانون منګولو ته وسپاري چې په نظامي جامو کې په زور د یوه ځوان د سر ويښتان کموي او ویډیو یې په خواله رسنیو کې خپره شوې ده.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند د حکم پر اساس، له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د کابل په شمالي ترمینل کې لنډمهال کمپ جوړ شوی دی.
یو شمېر کابل ښاریان په تېره بیا ښځې د منظم ښاري ترانسپورټي سیسټم له نشتوالي شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې د دغه ښار په ټولو ناحیو کې د ښاري ملي بسونو سیسټم بېرته فعال کړي.