Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان بانک سبا چهارشنبه (د چنګاښ په ۱۱مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي.
نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو، بورې او سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د المپیک ملي کمېټه وايي، د کابل ښار د اتو کلبونو د ۸۵ ورزشکارانو ترمنځ د کلاسیک پاورلیفټینګ سیالۍ نن پیل شوې.
د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو د اړیکو ارزولو په موخه د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راشي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دغه وزارت مرستیال په کابل کې د چین سفارت له استازو سره په لیدنه کې په کابل او بلخ ولایتونو کې د مېوو د درېیو سړو خونو پر جوړولو هوکړه کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند وایي، د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې د داعش ډلې یو پټنځای له منځه وړل شوی او د دغې ډلې دوه تنه وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وایي، د ۳۱۳ مرکزي قولاردو د کشف او استخباراتو منسوبینو په کابل کې دوه کسان له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولي دي.
نن د مرکز کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې زرګونه کسانو د فلسطین د خلکو په ملاتړ او پر غزه د اسرائیلو د بریدونو پر ضد لاریونونه وکړل.
د کابل ولایت د چاپېریالساتنې امریت بېرته پر ریاست بدل او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په کابل کې د صنعت اونۍ څلورم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستې پر مهال وویل، د ا.ا له راتګ وروسته تر اوسه شاوخوا ۱۵۰۰ نوې فابریکې جوړې شوې او افغانستان په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي سکټورونو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
د غزني ولايت په مربوطاتو کې د ۲۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د کابل – کندهار عمومي سړک د دواړو غاړو (شولډر) جوړولو چارې پيل شوې.
کابل کې د وینادرملنې او بیاځواکمنتیا تخصصي مرکز؛ هغه ځای چې پر اوتیسم اخته لسګونه ماشومان او هغه لویان چې له مغزي سکتې وروسته له ستونزو سره مخ شوي، ادراکي لوبې او د خبرې کولو مهارتونه پهکې زده کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP