Language

کابل کې ۱۲ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

ابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي، د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې له‌ خوا ۱۲ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

د یادې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې ۱۲ کسانو ته نن د نشې ذيکپ او کا ټابلېټونو، الکولي مشروباتو، شيشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچينې زیاته کړې، ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له اوو میاشتو تر دوو کلونو پر تنفيذي بند او له ۱۰ تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.