Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
کابینې د نوي کابل نقشې د بیا کتنې طرحه تصویب کړه او د چارو اداری ته یې دنده وسپارله چې د لغوه شویو ادارو بېبرخلیکه کارکوونکي وزارتونو ته وروپېژني تر څو پر دندو وګومارل شي.
کابينې د دې ترڅنګ چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير په مشرۍ په بهر کې د افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره پلاوی ګومارلی، ويلي چې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون دې د متقاعدینو د حقوقو د اجرا موضوع وڅېړي.
. . .
کابینې د ملي احصايي او معلوماتو ادارې ته دنده ورکړه چې بهر مېشتو افغانانو ته د تابعيت د کاغذي تذکرو وېش پیل کړي او یو پلاوی یې وګوماره چې د تېرې ادارې د ممنوع الخروج اشخاصو دوسيې وڅېړي.
د افغانستان کابینې ځانګړو پلاوو ته دنده وسپارله چې د «امارتي کارکوونکو او مسوولینو» د ګومارنې او ګوښه کولو اسناد او اصول او بهرمېشتو افغانانو ته د تذکرو وېش، تاییدي او د بیې څرنګوالی وارزوي.
کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱) : د رییس الوزراء ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د کابینې په غونډه کې د شرعي قبالو د وېش
د افغانستان کابینې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته سپارښتنه وکړه چې (PUBG) ګېم او «ټیک ټاک» اپلیکېشن بند کړي.
د رياست الوزرا د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ د کابینې د سياسي کمېسيون په غونډه کې د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د ستونزو او اختلافاتو پر حل خبرې شوې دي.
د سرپرست حکومت د کابینې په غونډه کې اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې په کابل ښار کې د فقر او سوالګرو د زیاتوالي عوامل پیدا او د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړي.
د افغانستان کابینې د حکومتي ادارو د زیاتو لګښتونو پر مخنیوي ټینګار کړی او اقتصادي کمېسیون ته یې دنده سپارلې چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کورنۍ او بهرنۍ پانګونه راجلب کړي.
د افغانستان کابینې د پولیسو یونیفورم له لږ بدلون سره تصویب کړ او پرېکړه یې وکړه چې له ازبکستانه – مزارشریف او پېښور ته د اوسپنۍ پټلۍ غځولو لپاره دې ځمکنۍ سروې وشي.
د افغانستان کابینې هېواد ته د بې کیفیته سون او نورو توکو واردول په مطلق ډول ممنوع اعلان کړل او پرېکړه یې وکړه چې له دې وروسته به مالي کال د پخوا په څېر د وري له لومړۍ نېټې پیلیږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن