Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، ټاپي یا له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګاز نللیکې د غځولو پروژه، د افغانستان لپاره یوه مهمه ملي اقتصادي پروژه ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مخکني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو اختریزو پیغامونو کې ملي یووالی او قومي تنوع ته درناوی د هېواد د پرمختګ لاملونه بللي دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي تعلیمي کال د پېلېدو په درشل کې یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي څو هېواد پر ځان بسیا او د سیالانو سیال شي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د هېواد پرمختګ لپاره هرڅه ژر د نجونو تعلیمي او تحصیلي بنسټونه پرانیزي او د ښځو د کار پر پرېکړې هم له سره غور وکړي.
پخواني ولسمشر کرزي په هېواد کې د افغانانو ترمنځ ملي ډیالوګ اړین بللی او د هغه پر ژر تر ژره پیلېدو یې ټینګار کړی دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخوانۍ ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد پر روان وضعیت او د ژمي په راتګ له افغانانو سره د نړۍوالو بشري مرستو پر زیاتوالي او دوام خبرې کړې دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په افغانستان کې د یوناما له سرپرست سره لیدنه کې هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ.
حامد کرزي، ډاکټر عبدالله او د يوناما مسئولینو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځيو پر ژر تر ژره پرانیستلو ټينګار کړی دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، مخ پټول حجاب نه دی او څادري هم په افغاني فرهنګ کې نشته، خو د امر بالمعروف وزارت دغو څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي چې حجاب یو الهي حکم دی او په دې اړه د کرزي خبرې د تبصرې وړ نه دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو له استازې دیبورا لاینز سره په کتنه کې د افغانستان پر وضعیت، په ځانګړي ډول د افغان ښځو په اړه خبرې کړې دي.
کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځيو
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن