ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي افغانستان کې د ټاپي پروژې د پیل هرکلی وکړ

کرزي افغانستان کې د ټاپي پروژې د پیل هرکلی وکړ

author avatar
12 Sep 2024 - 16:53
کرزي افغانستان کې د ټاپي پروژې د پیل هرکلی وکړ
author avatar
12 Sep 2024 - 16:53

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، ټاپي یا له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګاز نل‌لیکې د غځولو پروژه، د افغانستان لپاره یوه مهمه ملي اقتصادي پروژه ده.

په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې – چې ترڅنګ یې د نوري فایبر، اوسپنې پټلۍ او سړک پروژې هم لري – تېره ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. تېره ورځ هرات کې د «ټاپ» پروژې اړوند د نورالجهاد سبسټیشن هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «ټاپي پروژه د افغانستان لپاره یوه مهمه ملي اقتصادي پروژه ده. په هېواد کې دننه د دې پروژې د چارو د پیلېدو استقبال کوم. د داسې مهمو پروژو د پرمخ بېولو او د وطن د ترقي او تعالي لپاره روزلي او مسلکي کدرونه په هره معنی ضروري دي. پر دې اساس پر سرپرست اسلامي حکومت غږ کوم چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او په هېواد کې د تعلیم او روزنې د ودې زمینه برابره کړي.»

د اقتصادي چارو ځیني شنونکي وایي، د ټاپي او نورو سیمه‌ییزو پروژو تطبیق به د اړوندو هېوادونو لپاره د اقتصادي ګټو ترڅنګ، د سیمې پر ثبات او امنیت مثبت اغېز ولري او د بې‌کارۍ کچه به ټیټه کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.