Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
پکتيا ته له پاکستانه یو شمېر تازه راستنې شوې کورنۍ د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند ترخې کیسې کوي او وایي، دا مهال په پردیو کورونو کې اوسېږي او له حکومته غواړي چې د سرپناه برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.
ننګرهار کې سیمهییز مسوولین وايي چې په تېره شاوخوا یوه اونۍ کې د تورخم له لارې له پاکستان څخه ۴۰۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي.
ځینې سرچینې وايي، نیمروز د وچ او بیاباني اقلیم په درلودو سره تل د اوبو له کمښت سره مخ دی، خو د وروستیو دوو کلونو وچکالیو د دغه ولایت د مرکز او ځینو ولسوالیو کروندګر او مالداران سخت زیانمن کړي او ان د هغوی د بېځایه کېدو لامل شوي دي.
د لغمان بادپښ ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ خپلو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري او د غره په لمنو کې د چینې اوبو پسې یو ساعت پلی مزل کوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د ننګرهار ولايت د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د جګړې له امله شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي.
د بلخ د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین وایي چې له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې دغه ولایت ته له ایران او پاکستانه ۸۰۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ یوه لېوه د یوې کورنۍ پنځه کسان داړلي دي.
د خوست ولايتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د یوې کورنۍ د لسو غړو د وژلو په تور دوه کسان نيول شوي دي.
خوست کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په عليشېرو ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلهوالو د يوې کورنۍ لس کسان وژلي دي.
د لغمان د مرکز مهترلام اړوند الیشنګ کلي اوسېدونکي وایي چې کلي ته یې د برېښنا غځېدو چارې د تېر حکومت پر مهال ۸۰ سلنه بشپړې شوې وې خو له تحول وروسته ولاړې دي او له حکومته دې برخې ته د پاملرنې غوښتنه کوي.
نیمروز ولایت کې د ماشومانو داخله ناروغیو یو متخصص تنفسي ناروغۍ، په ځانګړي توګه سینه بغل خطرناک بولي، له کورنیو غواړي چې د سینه بغل نښو د لیدو په صورت کې د کورنۍ درملنې پر ځای دې ناروغ ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته ولېږدوي.
د تېر لمریز کال له پیل راهیسې افغانستان کې د وچکالۍ، زلزلو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله څه باندې ۲۴ زره کورنۍ بېځایه شوې دي چې تر نیمایي ډېرې یې په هرات او هلمند کې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP