کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۵): د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې تر اوسه د اقتصادي سکټورونو بېلابېلو برخو کې د ۳۵ میلیارد افغانیو په ارزښت د پانګونې ۴۸ کورنۍ او بهرنۍ پروژې ارزولي او منظور کړې چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تطبیق په حال کې دي.
د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت پر خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې تر اوسه د برېښنا، زیربنا، ودانیزو چارو، کرنې، ترانسپورټ او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټورونو کې د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ۴۸ پروژې په هر اړخیز ډول ارزولې او د اقتصادي کمېسیون له تایید وروسته د مشرتابه له لوري منظور شوې دي.
سرچینه وایي چې په اوس وخت کې دغه پروژې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر تطبیق لاندې دي او د هغو ټولیز لګښت ۳۵ میلیارد افغانیو ته رسېږي.
خبرپاڼه کې دغهراز راغلي چې د دغو پروژو د تطبیق له لارې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د زرګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې او همداراز د کورنیو ساختماني موادو بازار هم غوړېدلی شوی دی.
د پانګونې بینالوزارتي کمېټه د مالیې، صنعت او سوداګرۍ، معادن او پټرولیم، د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزارتونو او د پانګونې د ملاتړ له ادارې جوړه ده چې په ۱۴۰۱ کال کې د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې رامنځته شوې او خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
د معلوماتو له مخې، د پانګونې د پروژو د تصویب بهیر چټکول او اسانتیا، د وزارتونو او دولتي ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کول، د اداري خنډونو او بیروکراسۍ له منځه وړل، د کورنیو او بهرنیو پانګونو جلب او ملاتړ او د سوداګرۍ چاپېریال ښه کول او د هېواد اقتصاد ته وده ورکول د دې کمېټې له اساسي موخو څخه دي.