Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان باد‌پښ ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري

مهترلام (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۳): د لغمان بادپښ ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ خپلو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري او د غره په لمنو کې د چینې اوبو پسې یو ساعت پلی مزل کوي.

د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ اړوند د سنځلۍ کلي اوسېدونکي ملک محمد جان‌ګل پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی په خپله سیمه کې د څښاک پاکې اوبه نه لري.

هغه زیاته کړه: «مونږ دلته پاکې اوبه نه‌لرو، ماشومان مو یو ساعت پیاده مزل کوي بیا په څارویو باندې له چینو اوبو راوړي.»

نوموړي وویل، کلي کې یې شاوخوا پنځه سوه کورنۍ ژوند کوي چې څښاک لپاره د پاکو اوبو پیدا کولو یې ژوند له کړاو سره مخ کړی دی.

دغه راز، د اندروړ کلي اوسېدونکي ملک جان‌محمد وویل، د غره په لمنو او غرنیو سیمو کې شاوخوا ۱۰۰ وړې او غټې د اوبو طبیعي چینې شته خو که په منظم ډول ورغول شي او اوبه یې د پایپونو په واسطه استوګنزو سیمو ته ورکړل شي، د دې ولسوالۍ د ډېرو سیمو د اوسېدونکو ستونزه به ورسره حل شي.

په همدې حال کې ځايي مسوولین هم د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکي ستونزې مني خو زیاتوي چې هڅه کوي هر څه ژر یې حل کړي.

د بادپښ د ولسوال مرستیال مولوي عبدالرزاق حنفي وویل، د اوبو ستونزه یې د ولایتي ادارې سر بېره له بهرنيو او داخلي موسسو سره هم شریکه کړې، خو له ژمنو پرته یې کوم عملي اقدام نه دی لیدلی.

همدارنګه، د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمدظاهر زرکمر له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې د راتلونکي نوي کال له پیل سره سم به د یو شمېر موسسو په مرسته د بادپښ ولسوالۍ د خلکو د څښاک اوبو ستونزه حل شي.

هغه په دې اړه نور جزئیات شریک نه‌کړل.

بادپښ د لغمان ولایت یوه لرې پرته او غرنۍ ولسوالي ده چې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۵ زره کورنۍ په‌کې ژوند کوي او خلک یې لا هم د بیارغونې، پوهنې، کرنې او برېښنا برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.