د بلخ اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د بېلابېلو جرمونو د کنټرول او مخنيوي په موخه دې امنيتي ځواکونه پر يونيفورم سمبال کړي.
چارواکي وايي، له کابل وروسته په کندهار کې هم پر پولیسو د نوي یونیفورم وېش پیل شو او له دې وروسته به د امنیت ساتنې چارې یوازې په همدغه یونیفورم کې ترسره کوي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د پولیسو یونیفورم د وېش له بشپړېدو وروسته هیڅ پولیس حق نه لري چې پر چیکپاینټونو په شخصي جامو کې ودرېږي.