ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ اوسېدونکي: حکومت دې امنیتي ځواکونه پر یونیفورم سمبال کړي

د بلخ اوسېدونکي: حکومت دې امنیتي ځواکونه پر یونیفورم سمبال کړي

author avatar
21 Sep 2022 - 11:34
د بلخ اوسېدونکي: حکومت دې امنیتي ځواکونه پر یونیفورم سمبال کړي
author avatar
21 Sep 2022 - 11:34

مزارشریف (پژواک، ٣٠ وږی ۱۴۰۱): د بلخ اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د بېلابېلو جرمونو د کنټرول او مخنيوي په موخه دې امنيتي ځواکونه پر يونيفورم سمبال کړي.

دوى وايي، یو شمېر وسله‌والې ډلې د امنیتي ځواکونو له نوم څخه په استفادې د خلکو پر ځورونې سربېره وسله‌والې غلاوې، اختطاف او نور جرایم ترسره کوي.

د بلخ اوسېدونکي غلام‌شاه په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو شمېر کسان د امنيتي ځواکونو له نوم څخه په ګټې اخيستو خلکو ته ستونزې جوړوي.

هغه وايي: «د حکومت له مسوولینو غواړو تر څو پولیسو او اردو ته یونیفورم ورکړي، ځکه اوس د نامسووله وسله‌والو، غلو او امنيتي ځواکونو ترمنځ توپير ستونزمن دى.»

دغه‌راز د مزارشریف ښار يوه بل اوسېدونکي حاجي کبير پژواک ته وويل چې دوه ورځې وړاندې وسله‌والو کسانو له کارته باختر سيمې څخه د يوسف په نوم يو ماشوم اختطاف کړ.

هغه وايي: «دغه کسان په وسلو سمبال وو، څوک پرې نه پوهېدل چې امنيتي ځواکونه دي او که غله دي، خو که امنيتي ځواکونو ته يونيفورم ورکړل شي د داسې ډېرو پېښو مخه به ونيول شي.»

همدارنګه د بلخ يوه بل اوسېدونکي سليم پژواک ته وويل چې يو شمېر وسله‌والو په دهدادي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له نوم څخه په ګټې اخيستنې غلاوې کولې.

دى وايي، ياد کسان د حکومتي مسوولينو له لوري ونيول شول او دا مهال بنديان دي.

سليم هم ټينګار وکړ چې حکومت بايد امنيتي ځواکونو ته يونيفورم ورکړي ترڅو د بېلابېلو جرمونو مخه ونيول شي.

په همدې حال کې، د مزارشريف يو بل اوسېدونکى قدرت‌الله وايي چې د امنيتي ځواکونو لپاره يونيفورم ډېر مهم دى.

هغه زياتوي: «همدا اوس له ټولو امنيتي ځواکونو سره وسلې دي او د ټولو لباس يو شان دى، څوک پرې نه پوهېږي چې کوم د وزارت دفاع کارمند دى، کوم د وزارت داخلې کارمند دى او کوم هم د استخباراتو کس دى، حکومت بايد ټولو ته ځانګړي يونيفورمونه ورکړي.»

د بلخ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مشرانو يې غوښتنه وکړه چې امنيتي سرتېري پر يونيفورم سمبال کړي.

د يادو څرګندونو په اړه د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدآصف وزیري وويل چې ډېر ژر به په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونو ته يونيفورم ووېشل شي.

هغه وایي: «د بلخ امنیې قوماندانۍ د لوجستیک مدیریت جدي هڅه کوي چې په دوه اونیو کې پولیسو ته ځانګړی یونیفورم ووېشي ترڅو د خلکو اندېښنې رفع او  امنيت په ښه توګه تامين شي.»

د يادونې ده، تر اوسه د کابل په ګډون په يو شمېر محدودو ولايتونو کې حکومت امنيتي سرتېرو ته يونيفورم وېشلی دی.

Visits: 264

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.