یو شمېر شاعران او لیکوالان له اسلامي امارته غواړي چې کلتوري او ادبي برخې ته د پاملرنې ترڅنګ، په ادبي ناستو کې ښځو ته هم د ګډون اجازه ورکړي؛ خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، ښځې هم کولای شي چې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره جلا ادبي ناستې ترسره کړي.