د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي چې تېره ورځ د اسرائيل هوايي بريدونو کې ۵۷ فلسطینانو ژوند له لاسه ورکړی او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو پر یوه ښوونځي چې د بېځایه شوو فلسطینیانو د راغونډېدو ځای و، هوايي برید کړی چې له امله یې ۳۲ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.