ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر یوه ښوونځي د اسرائیلي ځواکونو برید کې ۳۲ بېځایه شوي فلسطینیان وژل شوي

پر یوه ښوونځي د اسرائیلي ځواکونو برید کې ۳۲ بېځایه شوي فلسطینیان وژل شوي

author avatar
6 Jun 2024 - 15:19
پر یوه ښوونځي د اسرائیلي ځواکونو برید کې ۳۲ بېځایه شوي فلسطینیان وژل شوي
author avatar
6 Jun 2024 - 15:19

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو پر یوه ښوونځي چې د بې‌ځایه شوو فلسطینیانو د راغونډېدو ځای و، هوايي برید کړی چې له امله یې ۳۲ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې نن (پنج‌شنبه) راپور ورکړی چې د غزې په مرکز کې د دغه ښوونځي نوم السردي او د ملګرو ملتونو سازمان د فلسطیني پناه‌غوښتونکو د اژانس (UNRWA) اړوند دی.

په راپور کې د مرسته‌کوونکي ډلې له قوله راغلي چې د پناه‌غوښتونکو پر نصیرات کمپ دغه بريد د يوه داسې تاوتريخوالي په اوج کې ترسره کېږي چې حتا د غزې روغتونونه يې هم تر اغېز لاندې راوستلي دي.

ورته مهال، د غزې د دولتي رسنیو د دفتر ویاند اسماعیل الثوبطا خبریالانو ته ویلي چې ټپیان او د مړه شوو کسانو ډېر شمېر جسدونه د غزې مرکز الاقصی روغتون ته د رسېدو په حال کې دي.

هغه زیاته کړې: « دغه عام‌وژنه چې د اسرائیلي اشغالګرو له خوا ترسره شوه، د غزې په تړانګه کې د ښځو، ماشومانو او بې‌ځایه شوو په ګډون د ملکي وګړو پر وړاندې د نسل‌وژنې او قومي تصفیې ښکارندویي کوي.»

بلخوا، حماس هم یاد برید د ډاروونکې عام‌وژنې په توګه غندلی او ویې ویل چې ډېری مړه او ټپیان ښځې او ماشومان دي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.