د کونړ د مرکز اسعداباد ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په ښار کې د ډېرې ګڼېګوڼې او بېنظمۍ له امله نه شي کولای خپلو ورځنیو چارو ته سمه رسېدنه وکړي.
د کونړ او نورستان ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، وروستیو ورښتونو د اسعداباد – پارون لویې لارې ډېرې برخې زیانمنې کړې چې بیارغونې ته جدي اړتیا لري.