Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، اسلاماباد کې د تحريک انصاف ګوند د پلويانو د لاریونونو له پیله تر اوسه پنځه پولیس وژل شوي، تر سلو زیات ټپیان دي او د پاکستان پولیسو ویلي چې د یاد ګوند ۳۸۰ پلویان یې نیولي دي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې پاکستان کې د روان وضعیت له امله، نن (دوشنبه) رخصت دی.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران د یوه پیغام له لارې په لاهور او اسلاماباد کې له خپلو پلویانو غوښتي چې راووځي او سولهییز لاریونونه وکړي خو حکومت یې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او ځینو ځایونو مخابراتي شبکې هم بندې شوې دي.
د پاکستان په اسلاماباد ښار کې له ۱۶ کلونو وروسته د پولیو یا ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوه چې له دې سره په روان کال کې، پاکستان کې د پولیو پېښو شمېر ۱۷ ته لوړ شو.
د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې پولیس يې کورونو ته ورغلي او ډېر کسان یې له ځان سره بیولي دي.
د ایران ولسمشر سیدابراهیم رییسي د یوه لوړپوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته ورسېد.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر وایي چې پاکستان دې کډوالو ته د ستنېدو پروسه نوره هم اسانه کړي څو له ستونزو سره مخ نه شي.
د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې د دغه ښار پرمختیا ادارې له خوا د یو شمېر افغانانو کورونه نړول شوي دي.
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، تېره ورځ یې افغان کډوالو ته د پاسپورت ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د چين د بهرنيو چارو له وزير د پاکستان په پلازمېنې اسلاماباد کې
تېره شپه ناوخته پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې تر شلو ډېر افغانان نیولي او له پلټنو وروسته یې بېرته خوشي کړي دي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اسلاماباد کې د کډوالو اتشې ته ویلي چې که په پاکستان کې د افغان بندیانو د بند موده پوره وي، خو د نغدي جریمې او یا کرایې نه لرلو له امله بند پاتې وي، سملاسي دې د جریمې پیسې ادا او د ټرانسپورټ زمینه دې ورته برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP