Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سیګار په یوه تازه راپور کې ادعا کړې چې په افغانستان کې ځینې بهرنۍ ډلې فعالیت لري خو ا.ا دغه څرګندونې ردوي او وایي چې په افغانستان کې هيڅ بهرنۍ ډله شتون نه لري.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د دغه هېواد پخوانی سرتېری ډیویډ لاوري په افغانستان کې له زندانه له خوشي کېدو وروسته قطر ته رسېدلی او له هغه سره یې خبرې کړې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وايي، نړۍوال دې اجازه نه ورکوي چې ځینې هېوادونه له افغان کډوالو سیاسي استفاده وکړي.
د افغانستان د عدلیې وزارت وايي، د مشرتابه د حکم له مخې، د اسلامي امارت هيڅ مسوول کس نه شي کولای چې په یوه وخت کې دوه ځايه په رسمي ډول دندې ترسره کړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی وایي، پاکستان کې د نجونو پر زدهکړو د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې موخه له افغان ښځو سره خواخوږي نه، بلکې له ا.ا سره د روانې تبلیغاتي جګړې یوه برخه ده.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت د خپل هېواد امنیت او ثبات د سیمې له امنیت او ثبات سره تړلی بولي او خپلې ملي ګټې د سیمې په امنیت کې ویني.
ډونالډ ټرمپ وایي، د امریکا میلیاردونه ډالر د افغانستان اوسني حکومت ته ورکول کېږي، خو ا.ا دغه ادعا ردوي، وایي، امریکا نه یوازې پیسې نه دي ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې کنګل کړي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې چې د افغانستان د دفاع وزیر د ډیورنډ فرضي کرښې له څېرمه سیمو د ټيټيپي د ایستلو لپاره له دوی د پیسو غوښتنه کړې، خو اسلامي امارت بیا د هغه دغه ادعا ردوي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، له هيچا سره جګړه او دښمني نه غواړي خو د خپلې خاورې او خلکو ساتلو او ترې د دفاع مسوولیت لري.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ ته اندېښن دی او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې له زغم کار واخلي او هڅه وکړي چې شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، تعلیم د یوه هېواد د پرمختګ مهمه وسيله او د اوسني عصر اړتيا ده، په همدې اساس اسلامي امارت د اسلامي شريعت په اډانه کې د دیني او عصري علومو پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسلامي امارت په غزه کې د کمال عُدوان پر ملکي روغتون بريدونه غندي او د نړۍ او سيمې پر بانفوذه هېوادونو غږ کوي چې د دغو وحشتونو مخنیوي ته دايمي حللار پیدا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP