منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

اسلامي امارت

۲۵۹ راپورونه

راپورونه

متقي: زموږ سیاست متوازن دی او د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي امارت د مشر او سترې محکمې د رییس په اړه د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړه غندلې ویلي یې دي چې اسلامي امارت متوازن سیاست لري او د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبت ډیپلوماتیک او اقتصادي تعامل غواړي

بهرنیو چارو وزارت: د روسیې رسمیت پېژندنه به له نورو هېوادونو سره د تعامل فرصتونه رامنځته کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د روسیې له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه او راتلونکي فرصتونه په اړه علمي بحث کړی او ویلي یې دي چې دغه اقدام به له نورو هېوادونو سره د اړیکو او تعامل برخه کې ګڼ فرصتونه رامنځته کړي.

چین د روسیې له خوا د اسلامي امارت د په رسمیت پېژندلو هرکلی وکړ

د روسیې له خوا د افغانستان د اسلامي امارت له په رسمیت پېژندلو وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزارت د دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ ټینګار کړی چې بیجینګ د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پراختیا ملاتړ کوي.

مجاهد: محمودشاه حبیبي له اسلامي امارت سره بندي نه دی

د اسلامي امارت ویاند وايي، د افغانی‌الاصله امریکايي وګړي محمدشاه حبیبي کورنۍ د عریضې پر بنسټ یې ټول اړوند ارګانونه کتلي خو داسې هيڅ کومه نښه یې نه ده موندلې چې هغه دې د اسلامي امارت د کوم ارګان له لوري نیول شوی وي.

د ا.ا مشرتابه مسوولینو ته: د خلکو پر مخ دروازې مه تړئ او غږ یې اورئ

د اسلامي امارت مشرتابه په خپل اختریز پیغام کې د فلسطین له خلکو ملاتړ څرګند کړی او له امیر څخه پر اطاعت، یووالي او د خلکو حقونو پر ساتنه د ټینګار ترڅنګ یې له مسوولینو غوښتي چې د خلکو شکایتونه واوري او د سوداګرو او صنعتکارانو لا ډېر ملاتړ وکړي.

کندهار کې یوه علمي کنفرانس کې د اسلامي امارت د مشر وینا

د اسلامي امارت مشر پرون کندهار کې په یوه څلور ورځني علمي کنفرانس کې ویلي، «کفارو» په افغانستان کې په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې تبلیعاتي جګړه پیل کړې چې په وینا یې، ټول یې باید پر وړاندې سخته مبارزه وکړي.

د اوتونبایوا څرګندونو ته د ا.ا غبرګون: له نړۍوالې ټولنې سره مو د تعامل برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د یوناما د مشرې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې ا.ا له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل لپاره خپله ټوله هڅه کړې خو ځیني هېوادونه په دې برخه کې خنډونه جوړوي.

غړي

د اسلامي امارت یو پلاوی ایران ته ولاړ

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې د مرستیال ملا عبدالحق اخند همکار په مشرۍ یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.

غړي

د ا.ا مشرتابه: مدرسه او پوهنتون سره نور یو دي او د دواړو علمي ادارو ساتنه پر موږ لازمه ده

د اسلامي امارت مشر د کندهار ولایت په پوهنتون کې یوې غونډې ته ویلي، افغانستان د ټولو ګډ کوردی، هر یو په دې نظام کې ځای لري، مدرسه او پوهنتون سره نور یو دي او د دواړو علمي ادارو ساتنه پر ا.ا پر لازمه ده.

نور راپورونه