کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشر پرون کندهار کې په یوه څلور ورځني علمي کنفرانس کې ویلي، «کفارو» په افغانستان کې په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې تبلیعاتي جګړه پیل کړې چې په وینا یې، ټول یې باید پر وړاندې سخته مبارزه وکړي.
د لوړو زدهکړو وزارت په مشرۍ د ننګرهار پوهنتون له لوري پرون په کندهار پوهنتون کې «د اسلامي ثقافت مضامینو تدریس، ارزښت او اغېزې څلور ورځنی ملي کنفرانس» پيل شو چې د یاد وزارت د سرپرست مولوي نداءمحمد ندیم، د سرې میاشتې سرپرست، د مرکزي دارالافتاء رییس، د کندهار امنیه قوماندان، د هلمند د علماوو شورا رییس، د لوړو زدهکړو وزارت مرکزي ادارو او د پوهنتونونو او دیني جامعاتو رییسانو، د علمي څېړنو او مجلې معاونینو، د شرعیاتو پوهنځیو او د اسلامي ثقافت پوهنځيو رییسانو او استادانو، د دعوت او ارشاد امامانو او مبلغینو په کې ګډون کړی دی.
د دغه کنفرانس په پرانیستغونډه کې د اسلامي امارت مشر شیخ هبةالله اخندزاده ویلي، «کفارو» په افغانستان کې په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې تبلیعاتي جګړه پیل کړې چې په وینا یې، ټول یې باید پر وړاندې سخته مبارزه وکړي.
هغه ویلي، په دغه ډول مجالسو او کنفرانسونو ایمان قوت مومي او زیاته کړې یې ده: «علم او عالم د لمر مثال لري او عالم ته په کار ده چې د علم په رسولو کې لکه د لمر په شان ټولو ته رڼا ورسوي.»
د یادونې ده چې په دغه کنفرانس کې شاوخوا ۲۶۰۰ کسانو د اسلامي امارت له مشر سره خپل بیعت تازه کړ.
د دغه کنفرانس په څلورو ورځو کې به د شرعیاتو او اسلامي ثقافت اړوند ۱۰۴ بېلابېلې علمي ـ څېړنیزې مقالې هم وړاندې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP