Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ا.ا د غویي اوومه غندلې خو اتمه یې د هېواد د ازادۍ او ویاړ ورځ بللې ده

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۴): اسلامي امارت د غویي د اوومې کودتا او پر افغانستان د شوروي یرغل غندلي او ویلي یې دي چې «د یو باثبات او په اسلامي نظام مزین افغانستان د دوام لپاره دې ټول افغانان سره یو موټی او متعهد و اوسي.»

د خلق ډموکراټیک ګوند د ۱۳۵۷ کال د غویي په اوومه کودتا وکړه، د وخت د ولسمشر محمد داوود خان جمهوري نظام یې ړنګ کړ؛ وروسته د افغانستان خلک د خلق ګوند د حکومت پر ضد راپورته شول او د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه شوروي پوځیانو د خلق ګوند د واکمنۍ په ملاتړ پر افغانستان یرغل وکړ.

د افغانستان د خلکو د مقاومت په پایله کې شوروي پوځیان د ١٣٦۷ کال د سلواغې په ٢٦مه له افغانستانه وتلو ته اړ شول. د ۱۳۷۱ کال د غویي میاشتې په اتمه مجاهدینو د ډاکټر نجیب‌الله حکومت ړنګ کړ او واک ته ورسېدل خو وروسته د ځینو جهادي تنظیمونو ترمنځ کورنۍ جګړې پیل شوې؛ په دغو جګړو کې د نجیب د واکمنۍ ځیني جنرالان او ملېشې هم ښکېل وو.

اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي چې د غویي اوومې کودتا او ورپسې د افغانستان پر پاک حریم کمونیستي تاړاک غندي او د ثور ۸مه بیا د خپل هېواد د ازادۍ او افتخار تاریخي ورځ او «لوی الهی نعمت» بولي.

اعلامیه کې راغلي: «هغه مهال د افغانستان مظلوم او ځورېدلي خلک خوښ وو چې د خپل ۱۴ کلن جهاد ثمره يې ترلاسه کړه او نور به په وطن کې د ازادۍ، ارامۍ او د خپلې خوښې شرعي نظام تر سيورې لاندې ژوند ته پرېښودل شي، خو څو جاه‌طلبو او د قدرت تږيو يې يو ځل بيا سپېڅلي ارمانونه د تنظیمي جګړو او خپلمنځي اختلافاتو په اور کې لولپه کړل او د افغانستان د مسلمانو خلکو سترې هيلې او د سوچه شرعي نظام د راتګ او استحکام اميدونه خاورې شول.»

په اعلامیه کې زیاته شوې چې اسلامي امارت لکه څنګه چې د خپل وطن د خپلواکۍ د اعادې، وحدت او اتفاق راوستلو، د هرج و مرج له منځه وړلو او شرعي نظام د نفاذ لپاره تاسیس شوی و، هغه هدف ته رسېدلی.

سرچینه زیاتوي: «اوس د دې وخت دی چې له خپل شرعي نظامه کلکه ساتنه وشي او د یوه با ثبات او پر اسلامي نظام مزین افغانستان د دوام او قوام لپاره ټول افغانان سره یوموټی او متعهد واوسي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.